د طالبانو حکومت نن سه شنبه جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال خوشې کړی دی.
د ښاغلي جلال لور حسینه جلال امریکا غږ ته د خپل پلار خوشې خبره تائید کړې ده. طالبانو په کابل کې څو ورځې مخکې ښاغلی جلال له خپل کور څخه یوړ.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه یو «متعصب» شخص بللیو او ویلي وو چې د خپلو هغو خبرو د وضاحت لپاره نیول شوی چې په ټولنیزو رسنیو کېیېخلک د طالبانو د نظام پهضد پارول او د «انسانانو له عزت سره یې لوبې»کولې.
ښاغلي جلال په یوې تلویزوني خپرونې کې په قطر کې د طالبانو ویاند ډاکټر نعیم ته د «خوسکي» خطاب کړی و.
د بشري حقونو او بیان د ازادۍ یو شمېر سازمانونو د هغه د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې وه او یو شمېر ښځو په کابل کې د هغه د پرېښودو لپاره مظاهرې هم کړې وې.