د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو ډلې طالبانو ته: فیض الله جلال خوشې کړئ


فیض الله جلال
فیض الله جلال

وروسته له هغې چې د طالبانو له لورې د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د استاد فیض الله جلال د نیولو په اړه رپوټونه خپاره شول، د بشري حقونو زیات شمیر مدافعینو د هغه د خوشې کیدلو غوښتنه وکړه.

د فیض الله جلال لور حسینه جلال، په یو ټویټ کې د خپل پلار نیول کیدل تائید کړي دي.

هغې لیکلي: پداسې حال کې چې دغه د اندیښنې وړ خبر تائیدوم د خپل پلار استاد فیض الله جلال د سمدستي خوشې کیدلو غوښتنه کوم.

د طالبالنو ډلې تر اوسه د کابل پوهنتون ددغه استاد د نیولو په اړه په رسمي توګه نظر ندی څرګند کړی خو داسې ګمان کیږي چې هغه به د طالبانو پر حکومت باندې د انتقادونو په وجه نیول شوی وي.

د طالبانو د حکومت یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط د ازادۍ رادیو ته ویلي چې استاد جلال د هغو "تورونو" په خاطر چې د طالبانو د حکومت "پر ځینو مسولینو او ادارو" یې لګولي دي د پلټنو لپاره غوښتل شوی دی.

د بشري حقونو د اسیا د څانګې مشرې پاتریشیا ګاسمن هم په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې: «طالبانو هیڅکله انتقادونه او د بیان ازادي نده زغملې. هغه [استاد جلال] باید سمدستي خوشې شي.»

پدې ترڅ کې د بخښنې نړیوال سازمان د اسیا څانګې هم د ښاغلي جلال نیونه غندلې او په یو ټویټر یې لیکلي چې هغه د ازادۍ د بیان د حق نه د استفادې او په یوه تلویزیوني خپرونه کې په طالبانو باندې د انتقاد په دلیل نیول شوی دی.

دې سازمان د طالبانو له مقاماتو غوښتي چې له شرط او قید پرته ښاغلی جلال سمدستي خوشې کړي.

د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال چې د اوږدې مودې راهیسې د رسنیو سره د سیاسي شنونکي په توګه مرکې او خبرې کوي د لړم په میاشت کې یې د کابل په یو خصوصي تلویزیون کې د طالبانو د یو ویاند سره په بحث کې لفظي شخړه وکړه او پر طالبانو یې سختې نیوکې وکړې.

ددغه بحث ځینې برخو په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه رامنځته کړل.

XS
SM
MD
LG