د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ایران شېراز کې پر 'شاه چراغ' زیارت برید وغنده


د طالبانو حکومت د ایران په شېراز سیمه کې پر "شاه چراغ" زیارت تر برید دوې ورځې وروسته یاد برید وغنده او د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږي وکړه.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې وسله والو کسانو د چهار شنبې په مازدیګر د یو زیارت په منځ کې ډزې کړي چې ۱۵ کسان پکې وژل شوي او څه باندې ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم شپږمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:

" د ا. ا. ا د ایران په شیراز کې په لمونځ کوونکو او زائرونو ډزې او وحشیانه برید په کلکو ټکو غندي. د قربانیانو له کورنیو او ټول ایراني ولس سره خپله ژوره خواشیني شریکوي. متأسفانه چې تکفیري فتنه ګرو په افغانستان کې هم څو ځله بې ګناه خلک په نښه کړي، هغوی د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي."

د فرانس پرس د راپور له مخې، اسلامي دولت ډلې یا داعش له پیښې څو ساعته وروسته، ادعا وکړله چې برید هغوي کړی.

دې ډلې د خپل ټلیګرام په پاڼه لیکلي چې د هغوی یو جنګیالي د ایران د شیراز په ښار کې پر زیارت کوونکو ډزې کړي او " لږ تر لږه ۴۰ شیعه ګان یې وژلي او په لس ګونه نور یې ټپیان کړي دي."

خو د ایران دولتي رسنیو بیا ویلي چې دریو وسله والو کسانو له بهر څخه پر "شاه چراغ زیارت" ډزي کړي دي.

د ایران حکومتي رسنیو دا برید "تروریستي" بللی او د دوو بریدګرو د نیول کیدو خبر یې ورکړی دی.

بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمیر کسانو لیکلي چې پر شاه چراغ برید له مظاهرو څخه د عمومي افکارو د اړولو په هدف د "حکومت توطیه" ده.

دا مظاهرې په هغه هیواد کې د پولیسو په قید کې د مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوي‌ او د شپږو اوونیو راهیسې دوام لري. پر ایران سربیره خلکو د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې هم اعتراضونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG