د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران 'شاه چراغ' زیارت کې برید شوی،۱۵ کسان وژل شوي؛ داعش د برید کولو ادعا کړې


د ایران په شيراز کې د شاه چراغ زیارت
د ایران په شيراز کې د شاه چراغ زیارت

په ایران کې رسنیو راپور ورکړی چې وسله والو کسانو د چهار شنبې په مازدیګر د یو زیارت په منځ کې ډزې کړي چې ۱۵ کسان پکې وژل شوي او څه باندې ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د فرانس پرس د راپور له مخې، اسلامي دولت ډلې یا داعش له پیښې څو ساعته وروسته، ادعا وکړله چې برید هغوي کړی.

دې ډلې د خپل ټلیګرام په پاڼه لیکلي چې د هغوی یو جنګیالي د ایران د شیراز په ښار کې پر زیارت کوونکو ډزې کړي او " لږ تر لږه ۴۰ شیعه ګان یې وژلي او په لس ګونه نور یې ټپیان کړي دي."

خو د ایران دولتي رسنیو بیا ویلي چې دریو وسله والو کسانو له بهر څخه پر "شاه چراغ زیارت" ډزي کړي دي.

د ایران حکومتي رسنیو دا برید "تروریستي" بللی او د دوو بریدګرو د نیول کیدو خبر یې ورکړی دی.

بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمیر کسانو لیکلي چې پر شاه چراغ برید له مظاهرو څخه د عمومي افکارو د اړولو په هدف د "حکومت توطیه" ده.

دا مظاهرې په هغه هیواد کې د پولیسو په قید کې د مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوي‌ او د شپږو اوونیو راهیسې دوام لري. پر ایران سربیره خلکو د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې هم اعتراضونه کړي دي.

د مهرداد اسدي په نامه د ټولنیزو رسنیو یو کارونکي لیکلي:" تروریستي رژیم چې د مشروطه نظام د تخریب لپاره د رکس سینما د جنایت سابقه لري، خپله په شاه چراغ کې د ډزو ستر مظنون دی، نکریزې مو نور رنګ نلري."

وتلي لیکوال منیرو رواني پور هم ویلي:" په شاه چراغ کې وسله وال برید خپله د هغوی کار دی. په هماغه شکل چې د امام رضا جرم یې منفجر کړ، مسول یې شعید امامي وو. د اوین زندان هم د هغوی کار وو، ځکه درې ورځې مخکې یې بندونه قفل کول."

له دې مخکې په ۱۳۷۳ کال کې د ایران په مشهد کې د شعیه ګانو د امام هشتم په زیارت کې بمي چاودنه وشوه چې تهران هغه تروریستي برید وباله او د خلق مجاهدینو پورې یې مرتبط وباله.

خو څو کاله وروسته یو شمیر حکومتي چارواکو، د هغه وخت د اطلاعاتو د وزارت د مرستیال سعید امامي په لارښونه یوه امنیتي پروژه وبلله.

XS
SM
MD
LG