د لاس رسي وړ اتصالات

سراج: طالبان افغانستان کې د شلو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي


د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست وايي چې دغه هېواد کې نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکي پیاوړي شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست او نوماند احمد ضیا سراج د نن دوشنبه نومبر ٢٣ (لېندۍدريمه) د افغانستان په ولسي جرګې کې وویل چې د طالبانو په شمول نورو ترهګرو ‌ډلو د ځانمرګو بریدګرو د پېر او پلور بازار جوړ کړی دی.

هغه وویل: "طالبان د ترهګرو ډلو په سر کې دي. د ټولو کړونو تنظیموونکي طالبان دي. د طالبانو د همکارۍ پرته هېڅ تروریستي ډله فعالیت نشي کولی."

ښاغلي سراج زیاته کړه چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې د افغانستان حکومت پر ضد د یو بل تکتیکي وړتیاوو څخه کار اخلي او د یادو ډلو فعالیت به په راتلونکي کې لا پیچلی شي.

هغه زیاته کړه که طالبانو په پېښور، کراچۍ او کوټې کې امن ځالې نه درلوداى دوی به ډیر مخکې له منځه تللي وو.

د ښاغلي سراج په وینا: "زموږ د معلوماتو پر بنسټ هېڅ هغه هېواد چې افغانستان کې لاسوهنه کوي تر اوسه یې خپلو سیاستونو ته بدلون نه دی ورکړی."

د ملي امنیت سرپرست په اند د ترهګرو ډلو موخې په خپلو هېوادونو کې دي خو قرباني افغانان ورکوي.

هغه وویل: "د ازبکستان اسلامي تحریک په ازبکستان کې خلافت غواړي، د تاجکستان انارالله ډله په تاجکستان کې اسلامي حکومت غواړي او د ختیځ ترکستان ډله په چین کې ستونزې لري خو هره ورځ د دې جګړې قرباني موږ ورکوو."

سراج زیاته کړه چې د سیمې د هېوادونو د ګټو تضاد او د یادو هېوادونو مستقیم یا غیر مستقیم ملاتړ، افغانستان کې د جګړې اور تود ساتلی.

هغه زیاته کړه چې په وروستي یو کال کې ۶۰۰۰ کسان افغانستان کې د بېلابېلو ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG