د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د غزني-پکتیکا سړک سلګونه متره تخریب کړی – مقامات


د غزني ولایت محلي مقامات وایي د غزني-پکتیکا د لوی لارې په اږدو کې طالبانو لږ تر لږه ۶۰۰ متره سړک وران کړی دی.

مسولین وایي چې د طالبانو له لورې د مواصلاني سړکونو د ویجاړولو لړۍ ددې سبب شوي چې خلک د سفر کولو لپاره زیاې ستونزې وګالي او ونشي کړای چې خپل زراعتي تولیدات او لبنبات په وخت بازار ته ورسوي.

د غزني ولایت د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده، د دوشنبې په ورځ نومبر ۹ (لږم ۱۹) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د سړکونو د تخریبولو په یوه نوې پیښه کې وسله والو طالبانو د ټراکټور نه په استفادې د غزني-پکتیکا ۶۰۰ متره سړک د اندړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې تخریب کړی دی.

د غزني د والي ویاند وویل دمخه هم څو ځلې ددغه سړک ځنې برخې د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ د آرزو او نظروال په مربوطاتو کې طالبانو ویجاړې کړې وې.

د غزني-پکتیکا په لار د یو مسافر وړونکي موټر چلوونکي احمد شاه، د امریکا غږ ته وویل چې دغه سړک د دوو کیلومترو په واټن د خاني او کوټه سنګي کلیو ترمنځ په بشپړه توګه وراتن شوی دی. هغه وویل چې طالبانو مسافر وړونکو موټرو ته بله لار ټاکلې چې د ماینونو ښکار نشي.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني وایي د غزني-پکتیکا سړک چې د غزني د څو ولسوالیو سربیره څو ولایتونه د کابل-کندهار د لوی لارې سره وصل کوي، خاص اقتصادي اهمیت لري.

د غزني ولایت محلي مقاماتو همداشان ویلي دي چې له دې دمخه هم طالبانو د خواجه عمري او جغتو ولسوالیو مواسلاتي لارې تخریب کړې وې.

طالبانو تر اوسه د افغان مقاماتو له خوا ددغو تورونو په هکله غبرګون ندی ښودلی او نه یې هم د سړکونو د تخریبولو مسولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG