د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا به د تاریخ کندې ته واچوو، طالبان


Cảnh sát Miến Điện được điều tới Meikhtila, nơi đang có xung đột giữa người Phật giáo và Hồi giáo, nhiều căn nhà đã ra tro, tạo thách thức cho chế độ dân chủ mới nhất của châu Á.
Cảnh sát Miến Điện được điều tới Meikhtila, nơi đang có xung đột giữa người Phật giáo và Hồi giáo, nhiều căn nhà đã ra tro, tạo thách thức cho chế độ dân chủ mới nhất của châu Á.

طالبانو په امریکا باندی سخت انتقادونه کړیدي او د امریکا په مشرۍ په افغانستان باندي یرغل یې " د لویدیځي دیموکراسۍ په مخ باندي دائمي توره لکه " بللې ده.

د طالبانو په دې بیانیه کي چي نن د شنبې په ورځ خپره شوې امریکا ته دا خبر داری هم ورکړه شوی دی چي د افغانستان خلک " د جګړې د پاره بې پایه او نه ختمیدونکی طاقت لري " او ویلي یې دي چي طالبان به امریکا " د تاریخ کندي ته واچوي. "

د طالبانو دا بیانیه په داسي وخت کي خپریږي چي یوه ورځ وروسته یې په امریکا کي د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر د ١١مي د تروریستي حملو کالیزه ده. په دې حملو کي ټول ٣٠٠٠ کسه ووژل سول.

په بیانیه کي امریکا په دې غندل شوې ده چي ددغو حملو په پلمه بیګناه مسلمانان شهیدانوي.

طالبانو ددغو حملو نه مخکي القاعدې ته محفوظ او خوندی ځایونه ورکړي وو او دغي تروریستي ډلي ته یې ددې موقع برابره کړې وه چي د تروریستانو د پاره د روزني کمپونه جوړ کړي. طالبانو امریکا ته د بن لادن د سپارلو نه هم انکار کړی و.

XS
SM
MD
LG