د لاس رسي وړ اتصالات

هبت الله اخندزاده د طالبانو نوی مشر ټاکل شوی


طالبان وايي نوی مشر یې د کندهار ولایت دی
طالبان وايي نوی مشر یې د کندهار ولایت دی

طالبانو له څلور ورځو چوپتیا وروسته نن سهار د یوې اعلامیې له لارې د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د امریکا د پوځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د خپل پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور وژل تائید کړي او هغه ته یې د شهید امیرالمومنین لقب ورکړی دی.

طالبانو په دغه بیان کې ویلي چې ملا منصور د کندهار د ریګستان او د بلوچستان نوشکي ته څیرمه په یوه سرحدي سیمه کې د امریکایي د بي پیلوټه الوتکې په برید کې د شنبې په ورځ وژل شوی دی.

طالبانو په دغه بیان کې ویلي چې د ملامنصور له وژل کیدو وروسته د دغې ډلې شورا مولوي هبت الله اخندزاده د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

په دغه بیان کې ویل شوي "د یوه مجلس په دائرولو سره چې د اهل الحل و العقد له شرعي اعتبار څخه برخمن و، وروسته له ژور فکر، تدبر او هر اړخیز دیني او جهادي مصلحت سنجولو یي محترم شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده صاحب د اسلامي امارت د نوي زعیم په حیث د شوری د ټولو اعضاء په اتفاق تعین او د شرعي امیر په حیث یي ورسره بیعت وکړ".

همدارنګه د طالبانو په بیان کې سراج الدین حقاني او د ملامحمدعمراخوند زوی مولوي محمد یعقوب یې د مولوي هبت الله اخندزاده د مرستیالانو په توګه اعلان کړي دي.

مولوي هبت الله اخندزاده

مولوي هبت‌الله اخندزاده د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی، چې په دیني برخه کې یې لوړې زده‌کړې کړي.

که څه هم تر اوسه د هغه د عمر دقیقه نیټه نه ده معلومه خو هغه ته نږدې کسان وايي، چې ۴۷ کاله عمر لري.

هبت‌الله اخندزاده، په افغانستان باندې د سور پوځ د تیري پر مهال پاکستان ته مهاجر شو او د مولوي مخمد یونس خالص په مشرۍ د اسلامي خزب اړوند د حاجي ملا محمد اخند په جبهه کې یې په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې وسله‌واله مبارزه کړې ده.

هغه د پاکستان د بلوچستان ایالت د کچلاک په سیمه کې د خیرالمدارس په نوم د دیني زده کړو د یوې مدرسې مشري هم کړې ده.

د چارو څیړونکی او لیکوال نظر محمد مطمئن وايي، چې په اتیاومه لسیزه کې د پخوانیو مجاهدینو د ډلو تر منځ د کورنۍ جګړې پر مهال مولوي هبت‌الله اخندزاده په کور کېناست او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې د کندهار په محاکمو کې دنده ترسره کړې او له هغې وروسته بیا په کابل کې د پوځي محکمې د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

ښاغلي مطمئن وویل، مولوي هبت‌الله د طالبانو له سقوط وروسته، له افغانستانه بهر د طالبانو په تحریک کې د قاضي‌القضات دنده په غاړه درلوده او د ملا محمد عمر اخند له مړینې وروسته د ملا اخترمحمد منصور مرستیال وټاکل شو.

د طالبانو د چارو یو بل کارپوه وحید مژده وايي چې طالبانو ځکه هبت الله د خپل مشر په توګه ټاکلی چې هغه ملا منصور ته ډیر نږدې پاتې شوی او زیاته یې کړه، چې مولوي هبت‌الله په مشري به د منصور ملاتړي قوماندانان له هغه سره کار ته دوام ورکړي.

ښاغلي مژده وویل، چې هبت الله د طالبانو د غورځنګ د پیل د مشرانو په ډله کې نه وو، بلکې هغه د طالبانو د دوهم نسل له مشرانو څخه دی.

ملا اختر محمد منصور د تیرې شنبې په ورځ د پاکستان د بلوچستان ایالت د دالبندین په سیمه کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې په یو برید کې د هغه د موټر د ډرائیور سره ووژل شو.

XS
SM
MD
LG