د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد او د دغه حکومت د پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت د یکشنبې په ورځ مارچ درییم (کب ۱۳) دوحې کې د دفاعي صنایعو نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره قطر ته تللي دي.
د دوحې د دفاعي صنایعو نړیوال نندارتون چې د قطر د دفاع وزارت له خوا اداره کېږي، په پام کې ده چې په کې د بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۹۰ ځانګړي استازي ګډون وکړي.
د طالبانو د دفاع وزارت د قطر پایتخت دوحې ته د طالبانو ددغو دوو لوړپوړو چارواکو د سفر په تړاو په یوه خبر پاڼه کې ویلي:" په دې سفر کې به دوی له قطري چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي او د دغه هېواد د ډیمدیکس دفاعي نندارتون په غونډه هم کې به هم ګډون وکړي."
د قطر حکومت تراوسه دغه هیواد ته ددغو طالب چارواکو د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
ملا یعقوب مجاهد د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې هم د قطر د حکومت په بلنه دغه هیواد ته سفر کړی و.
ښاغلي مجاهد د خپل دغه سفر وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي و چې د قطر له حکومت سره یې د طالبانو د دفاع وزارت د ځواکونو د معاش او هم د ځواکونو د یونیفورم او د سرحدي ځواکونو لپاره د تخنیکي وسایلو د چمتو کولو په اړوند مسلو خبرې کړې وې.
ملا یعقوب مجاهد تیرکال د لیندۍ په نیمايي کې متحده عربي اماراتو ته هم د خپل سفر پر مهال د دغه هیواد د امیر او د دوبۍ د امیر سره هم په جلا جلا توګه کتلي وو.
د دوحې د دفاعي صنایعو نړیوال نندارتون کې د ۲۰۰ هېوادونو او دفاعي او پوځي شرکتونه خپل پوځي او دفاعي وسایل نندارې ته ږدي.
ټاکل شوې دغه نندارتون کې به د لسو هېوادونو یوولس جنګي بېړۍ هم نندارې ته وړاندې شي.
د طالبانو حکومت د قطر د حکومت سره نږدې اړیکې لري او قطر د ۲۰۱۰ راهیسې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی.
خو طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته د قطر په ګډون هیڅ هیواد ددغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
د امنیتي چارو کارپوه بسم الله تابان قطر ته د طالبانو د حکومت ددغو دوو لوړپوړو چارواکو سفر په اړه امریکا غږ ته وویل چې قطر یو کوچنی هیواد چې کیدای شي د اقتصادي پلوه په عربي نړۍ کې مطرح وي خو د افغانستان په تړاو قطر نظامي او امنیتي مسلو کې کومه خاصه ونډه نلرله او تل یې د افغانستان اړوند مسلو کې د منځګړي په توګه رول لوبولی دی.
هغه وویل چې قطر دوحې ته د طالبانو د حکومت د پلاوي د بلنې په اړه کیدای شي د امریکا د متحده ایالاتو سره هم سلامشورې کړې وې.
تابان وویل:" په دې سفر کې هم قطر د طالبانو د مشرانو او د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د ملاقاتونو او منځګړي د یو محل په توګه رول لوبوي. که څه هم طالبانو په کراتو کراتو ویلي چې امریکا او ناټو ته يې ماتې ورکړې ده، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست راوروسته یې د نړۍ د سترو قدرتونو په ځانګړي ډول د مختلفو هیوادونو د استخباراتو د ادارو په په دې ډله کې د امریکا د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو سره په قطر کې ډیرې پټې غونډې لرلې".
ښاغلی تابان وايي چې طالبان هڅه کوي چې نړیواله ټولنه خپل حکومت رسمیت پیژندلو ته وهڅوي. خو بسم الله تابان وايي چې تراوسه دددغې ډلې دغه هڅې بریالې نه وې.
فورم \ دبحث خونه