د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست ولایتې شورا د یوې غړې زوی ادعا کوي چې طالبانو یې مور برمته کړې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د خوست ولايتي شورا وايي چې وسله والو طالبانو د دې شورا غړې زهره جلال په لوګر کې د خپلې کورنۍ له غړو او موټر سره یو ځای ناڅرګند لوري ته بیولې ده.

د خوست د ولايتي شورا رئیس کفيل ريحان نن سه شنبه جولاۍ ۱۳ (چنګاښ ۲۲) امريکا غږ ته وویل چې طالبانو د زهره جلال موټر د لوګر پل علم ښار ته نږدې درولی او وروسته يې له ځان سره بېولې ده.

د ولايتي شورا د دغې برمته شوې غړې زوی ايوب جلال امريکا غږ ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې له مور (زهره جلال) سره يې څلور زامن او يوه لور هم وو چې له کابل نه خوست ته په لاره وو.

ايوب جلال وويل د لومړنيو معلوماتو له مخې چې ده ترلاسه کړي، د مېرمن زهره جلال موټر د محمد آغې ولسوالۍ د زرغون ښار سيمې لوري ته، چېرته چې د وسله والو طالبانو مرکز دی، انتقال شوی دی.

په ورته وخت کې د لوګر د والي وياند ديدار لونګ امريکا غږ ته وویل چې په دې اړه تر اوسه امنيتي ارګانونو معلومات نه دي ترلاسه کړي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې هکله څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG