د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو په دریو ځانمرګو بریدونو ۴۷ افغانان ووژل شول


په کابل او هلمند کې د طالبانو په دریو ځانمرګو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۷ تنه ووژل شول او شاوخوا ۹۴ نور ژوبل شول.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په کابل کې په دوو ځانمرګو بریدونو کې ۳۷ تنه ووژل شول او شاوخوا ۹۴ نور یې ژوبل کړل.

بریدونه د افغانستان د پارلمان مخې ته شوي دي.

په هلمند کې بیا یو ځانمرګي برید ۱۰ تنه ووژل او همدومره نور یې ژوبل کړل. برید د ملي امنیت د ریاست مخې ته شوی دی.

طالبانو د دغو بریدونو مسولیت اخیستی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست دا بریدونه په کلکه غندلي دي او بریدګر یې د بشریت ضد دښمنان بللي دي.

همداشان د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما،د امریکا سفارت او پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل او کندهار کې شوي بریدونه غندلي دي.

XS
SM
MD
LG