د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې د خبرو دوهمه غونډه چین کې جوړیږي - سرچینه


حاجي دین محمد وايي دا ځل خبرې به سختې وي او مهم مسائل به پکې مطرح شي.
حاجي دین محمد وايي دا ځل خبرې به سختې وي او مهم مسائل به پکې مطرح شي.

امریکا غږ ته باوري سرچینو ویلي چې له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو دوهم پړاو به د جولاۍ د میاشتې په ۳۰ نېټه د چین په اورومچي ښار کې ترسره شي.

دا پداسې حال کې ده چې د افغان حکومت او د سولې د هغه پلاوي چې د پاکستان اسلام آباد ته څېرمه په مري کې یې له طالبانو سره په خبرو کې برخه اخېستې وه، د نېټې او ځای په اړه په کره توگه څه ندي ویلي.

د افغان حکومت د سولې د پلاوي مشري به دا ځل هم حاجي عزیز الله دین محمد کوي. ښاغلي دین محمد چې د افغان حکومت په استازیتوب د مري د خبرو مشري کوله، د امریکا غږ ته وویل دوی د جولای په وروستیو کې د سولې د دوهم پړاو خبرو ته چمتو دي او دوي د طالبانو چمتووالي ته سترګې په لاره دي.

حاجي دین محمد نېټه او ځای مشخص نه کړ، خو وې ویل چې تېره غونډه کې چین ټینګار درلود ترڅو دا مذاکرات د چین په یوه ښار کې ترسره شي، خو په ورته وخت کې پاکستان هم په اسلام آباد کې په بیا خبرو ټینګار درلود.

پلاوي

حاجي دین محمد وویل "زمونږ له لوري نه د پلاوي په سر لا تراوسه بحث ندی شوی، ولې ممکن لږ څه تغییر راشي."

د مري په خبرو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي، د پروان والي انجنیر محمد عاصم، محمد ناطقي، فیض الله ذکي او اسدالله سعادتي برخه اخېستې وه.

د طالبانو پخوانی غړی مولوي سید اکبر آغا وايي، دا ځل د طالبانو د پلاوي د ټاکلو او د مذاکراتو واک د طالبانو د قطر دفتر ته ورکړل شوی دی.

مولوي سید اکبر آغا امریکا غږ ته وویل" ما چې دوه شپې مخکې د قطر له چا سره خبره کړې ده، هغوی وویل خبره مونږ ته سپارل شوې ده."

مولوي سید اکبر آغا وايي، د طالبانو له اړخه به سید طیب آغا، مولوي شهاب دلاور او مولوي شیرمحمد عباس ستانکزی به پدغو مذاکراتو کې برخه واخلي.

مولوي سید اکبر آغا دا هم وايي، چې د طالبانو له لورې به لوړ پوړی پلاوی وي او د کوټې د شورا غړي به هم پکې شتون ولري.

د دوهم پړاو خبرو بحث

حاجي دین محمد وايي دا ځل خبرې به سختې وي او مهم مسائل به پکې مطرح شي. ده وویل چې د حقاني شبکې مهم غړي به هم پدغو خبرو کې د طالبانو له زیاترو استازو سره برخه ولري.

ددې ترڅنګ د طالبانو پخوانی غړی مولوي سید اکبر آغا بیا وايي، د طالبانو له خوا دا غوښتنه چې بهرني ځواکونه دې ووځي بیا به مطرح شي.

افغان لوری وايي، په هغه لمړیتوبونو به خبرې وشي، چې په مري کې د مذاکراتو لپاره تیار شوی دی.

په لومړي ځل افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د جولای د روانې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته څېرمه د مري په ښار کې مخامخ څلور ساعته خبرې وکړې، دا مذاکرات د پاکستان په کوربه توب ترسره شوي وو

XS
SM
MD
LG