د لاس رسي وړ اتصالات

د القاعدې مشر د طالبانو له مشر سره بیعت اعلان کړ

داسې ښکاري چې د ایمن الظواهري دغه پیغام د مۍ په میاشت کې ثبت شوی وي
داسې ښکاري چې د ایمن الظواهري دغه پیغام د مۍ په میاشت کې ثبت شوی وي

د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په خپل یو تازه غږیز پیغام کې، چې القاعده ډلې پر انټرنټ خپور کړی دی، د طالبانو له نوي مشر ملا هبت الله اخندزاده سره بیعت کوي.

دا بیعت لاس په لاس نه دی شوی، بلکې د همدغه پیغام له لارې اعلان شوی دی.

دغه پیغام چې شاوخوا ۱۴ دقیقې دی د پژواک اژانس هم اورېدلی. یو کس، چې ایمن الظواهري بلل کیږي وايي " زه د القاعده د جهادي ډلې د امیر په توګه، له تاسو سره خپل بيعت اعلانوم، ځکه چې زموږ پخواني مشر اسامه بن لادن هم د طالبانو د ډلې ملاتړ کړى و."

ایمن الظواهري تر دې مخکې د طالبانو د بل مشر ملا اختر محمد منصور سره هم بیعت کړی و.

ملا منصور تېره مياشت د پاکستان د بلوچستان په ايالت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو. طالبانو بیا ملا هبت الله خپل نوی مشر وټاکه.

ایمن الظواهري په دغه پیغام کې همدغه راز د ملا منصور په وژلو هم خواشیني ښودلې ده.

داسې ښکاري چې دغه پیغام د مۍ په ۲۷ نېټه ثبت شوی دی، خو سي ان ان وايي دا سخته ده چې ثابت شي دا غږیز پيغام رښتیا دی که نه.

This item is part of
XS
SM
MD
LG