د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا د جاني خیلو ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده


د پکتیا ولایتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو له تیرو دوو ورځو د دغه ولایت د جاني خیلو د ولسوالۍ په مرکز بریدونه پیل کړي.
د پکتیا ولایتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو له تیرو دوو ورځو د دغه ولایت د جاني خیلو د ولسوالۍ په مرکز بریدونه پیل کړي.

طالبانو د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې، خو د ددغه ولایت چارواکي د دغې ولسوالۍ په مرکز وسله وال برید کړی او جګړه دوام لري.

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت پر جاني خېلو ولسوالۍ سلګونو وسله والو طالبانو له تېرو دوو ورځو راهيسې بريدونه پيل کړي او په سيمه کې سخته جګړه روانه ده.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت امريکاغږ ته وويل، له دغو وسله والو سره چې بهرني جنګيالي هم ملګرتيا کوي، د ولسوالۍ پر مقام، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي دي.

هغه وويل، چې په سيمه کې لاهم سخته جګړه روانه ده، خو زياته يې کړه، چې تر اوسه د تلفاتو په اړه کوم کره راپور نه دی ورسيدلی.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم امريکاغږ ته وويل، چې سيمې ته يې د هوايي ځواک د ورلېږلو غوښتنه کړې، څو له ولسوالۍ څخه د طالبانو محاصره ماته کړي.

په ورته وخت کې د سيمو اوسېدونکي او طالبان وايي، چې د ولسوالۍ مقام، امنيه قومانداني او شاوخوا امنيتي پوستې د دوو ورځو له سختو بريدونو وروسته نن سهار وسله والو طالبانو نيولې دي.

طالبانو د يوې خپرې کړې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د جګړې په ترڅ کې يې ولسوالي نيولې، لسګونه امنيتي سرتېري وژلي، وسلې او مهمات يې هم ترلاسه کړي دي.

طالبانو په دغه خبرپاڼه کې د خپلو يو شمېر وسله والو د وژلو خبره هم کړې ده.

جاني خېل ولسوالي، چې د پکتيا په ختيځ کې پرته غرنۍ سيمه ده، تېرکال د ډله ييزو بريدونو په ترڅ کې طالبانو نيولې وه، خو له څه مودې وروسته حکومت د پوځي عملياتو په ترڅ کې بېرته ونيوله.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG