د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې د جګړې په اړه ضد او نقیضې ادعاوې


وسله والو طالبانو د جمعې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د غزني پر ښار د څو خواوو څخه بریدونه پیل کړل، چې لا هم دوام لري.
وسله والو طالبانو د جمعې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د غزني پر ښار د څو خواوو څخه بریدونه پیل کړل، چې لا هم دوام لري.

د غزني په ښار کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د روانو نښتو او جګړو په اړه د جګړې ښکیلو خواوو بیلابیلې څرګندونې کړي، خو په دغه ښار کې د مخابراتي شبکو د بندیدو او د لویې لارې د تړلو له امله د ښار دننه وضعیت په باب ډیر معلومات نشته دی.

افغان امنیتي چارواکي او د غزني د ولایتي شورا غړي وايي، تیره شپه (زمري ۱۹ مه) هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د غزني د ښار په یو شمیر سیمو کې جګړې شوي دي.

د دفاع وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش د غزني د روانو جګړو په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، وسله وال طالبان د ښار له مرکزي برخو ایستل شوي او اوس مهال افغان امنیني ځواکونه د ښار په لودیځه خوا د حسن اباد په سیمه کې د وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دی.

جنرال رادمنش وویل " اوس مهالافغان ځواکونه د غزني د ښار په لودیځه خوا کې پنځه سوه یا شپږ سوه متره وړاندې د حسن اباد په نوم یوه سیمه ده پر تلاشۍ او تصفیې مصروف دي، انشاالله ډیر زر به د غزني وضعیت په مثبت ډول بدل شي".

د غزني د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې غزني ښار ته د جمعې په ماښام د تازه دمو ځواکونو د رسیدلو وروسته په دغه ښار کې جګړې کمې شوي دي.

ښاغلي فقیري وویل " تیره شپه د غزني د ښار په مرکز کې سختې جګړې روانې وې، خو د شپې پر اتو بجو ښار ته د ځانګړو ځواکونو تر رسیدلو وروسته طالبان د ‎ښار له مرکزي برخو په شا وتمبول شول".

ښاغلی فقیري وايي، چې اوس هم یو شمیر وسله وال طالبان د قلعه قاضي، "پیرقرضدارها" او خشک په سیمو کې په مارکیټونو او لوړپوړو ودانیو کې سنګرونه نیولي او له دغو سیمو پر افغان ځواکونو ډزې کوي.

خو د ځانګړو ځواکونو د قول اردو ویاند ډګروال عبدالقیوم نورستاني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د خشک سیمه د طالب وسله والو له شتون څخه پاکه شوې ده.

ډګروال عبدالقیوم نورستاني ادعا وکړه، چې د غزني ښار په بشپړه ډول د افغان ځواکونو په ولکه راغلی دی.

ډګروال نورستاني وویل " د آهنګرانو، کدول او خشک سیمې، چې د غزني ښار په لویدیځ کې دي د افغان خاصو قواوو له لوري د وسله والو له شتون څخه پاکې شوي او د دولت مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړو".

د غزني جګړې په اړه د طالبانو ادعاوې

خو وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې چې د خپل ټویټر په پاڼه یې خپره کړې ویلي، چې طالبانو نه یوازې دا چې د جګړې په لومړۍ ورځ ټولې نیولې سیمې يې په خپل کنټرول کې ساتلي، بلکې د غزني زندان یې هم مات کړی او له زندان څخه یې خپل ازاد شوي بندیان مصون ځای ته انتقال کړي دي.

طالبانو ویاند ادعا کړې، چې د غزني د ښار په جګړو کې یې له افغان ځواکونو ۵۵ زرې وسایط هم نیولي دي.

طالبانو دغه ویاند د دایکنډي ولایت د اجرستان په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یو مرکز د ډله ییز برید خبر هم ورکړی دی.

طالبانو ویاند ویلي، چې دا برید د شنبې د ورځې (زمري ۲۰ مه) له غرمې وړاندې شوی او د برید په سر کې یو ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

مخابراتي شبکو فعالیتونه ځنډولي

په غزني ولایت کې هیڅ ډول تلیفوني ارتباطات نشته او مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه د جمعې د ورځې له څلورو بجو راهیسې ځنډولي دي.

د همدې له امله د افغان امنیتي چارواکو او وسله والو طالبانو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دی تائید شوي.

د کندهار – کابل لویه لار لاهم د ترافیکو پر مخ تړلې ده

په کندهار کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال وايي، په کندهار کې نږدې دوه زره هغه مسافر چې د غربي ولایتونو او یا هم له ایران څخهخپلهیواد ته راستانه شوي کابل، شمالي او ختیځو ولایتونو ته د تګ په انتظار کې ورځې شپې تیروي.

د کندهار ښار د کابل په آډه کې ټول هوټلونه له مسافرو ډک دي.

په مسافرو کې ښځي او ماشومان هم شامل دي چې د لاري د خلاصیدو په تمه دي.

له ایران څخه رستون شوي مسافر خیرالله امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې درې ميلیونه تومانه ورسره وو چې ټول په هوټل کې په ډوی خوړولو ورڅخه مصرف شوي.

ده زیاته کړه چې اکثریت مسافر یوازي دومره خرڅ لري چې تر خپلو کورنو ځانونه ورسوي خو د لاري بندیدو له سختو ستونزو سره مخ کړي.

په کندهار کې د ټرانسپورتي اتحادیو مسئولین وايې چې د دولت مخالفو وسله والو طالبانو ټولو مسافر وړونکو شرکتونو ته خبرداری ور کړی چې د دوی د دوهم ځلي خبر تر وخته دې د کابل کندهار پر لویه لار له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG