د لاس رسي وړ اتصالات

تورې بوړې سره نږدې د طالب او داعش وسله والو ترمنځ جګړه


تورې بوړې سره نږدې دا جګړه په داسې حال کې پیل شوې جې د ننګرهار په نورو سیمو کې د داعش پرخلاف د افغان ځواکونو عملیات دوام لري
تورې بوړې سره نږدې دا جګړه په داسې حال کې پیل شوې جې د ننګرهار په نورو سیمو کې د داعش پرخلاف د افغان ځواکونو عملیات دوام لري

د ننګرهار ولایت سیمه ییز مقامات وايي چې داعش وسله والو د پچیراګام ولسوالۍ په صمدخېلو سیمه کې توړې بورې ته څېرمه له وسله والو طالبانو سره د تېرې ورځې راهیسې جنګ پیل کړی دی.

د پچیراګام ولسوال قاري هجرت الله امریکا غږ ته وویل چې داعش وسله والو د توړې بورې سمڅو ته د رسېدو لپاره په سیمه کې له طالب وسله والو سره جګړه پیل کړې او لاهم جکړ ه روانه ده.

نوموړی وايي چې جګړه د سید احمد خېلو په سیمه کې روانه ده، چې د توړې بورې مشهورو سمڅو ته څېرمه سیمه ده.

د پچیراګام ولسوالۍ یو اوسېدونکی فقیر الله وايي چې له تېر مازیګر راهیسې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ په پیل شوې جګړه کې داعش وسله والو یو شمېر سیمې له طالبانو لاندې کړي او اوس جنګ د سید احمد خېلو په سیمه کې دوام لري.

نوموړی وايي چې داعش وسله وال د اګام تنګي کې په جګړه اخته دي او سخت مقاومت روان دی.

فقیرالله ویلي دي چې د توړې بورې سمڅې د سید احمد خېلو سیمو ته ایله په څو کیلومترۍ ساحه کې پرتې دي .

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی په پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو د جګړې خبرې نه ردوي، خو وايي اوس جګړه پای ته رسېدلې او وضعیت ارام دی.

څو میاشتې وړاندې هم داعش وسله والو په پچیراګام ولسوالۍ کې له حکومتي ځواکونو او طالبانو سره سختې جګړې وکړې خو حکومتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې دغه ډله بېرته له یادې ولسوالۍ وویستله.

د پچیراګام ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې وسله وال طالبان حاکم دي.

دننګرهار په ولایت کې سیمه ییز قومي مشران اندیښنه ښيي چې که داعشیان توره بوړه ونیسي،نود ننګرهار نورو ولسوالیو ته به په اسانه تګ راتګ وکړی شي.

توره بوړه د سیپین غر په لمنو کې پرته غرنۍ سیمه ده، چې د ډیورنډ د کرښې هغې غاړې ته هم د تګ راتګ لاره لري.

XS
SM
MD
LG