د لاس رسي وړ اتصالات

'طالب او امریکايي استازي دوحه کې پر مهمو موضوعاتو غږېدلي'


تر دې دمه خلیلزاد او دفتر یې په دې اړه څه نه دي ویلي
تر دې دمه خلیلزاد او دفتر یې په دې اړه څه نه دي ویلي

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو مذاکراتي پلاوي له زلمي خلیلزاد سره پر مهمو موضوعاتو باندې خبرې کړي دي.

سهیل شاهین د «فبروري ۹مه» ویلي دغه غونډه چې تېره شپه شوې دواړه لوري پکې د مذاکراتو د نتایجو او راتلونکو اقداماتو په اړه غږېدلي دي.

هغه ویلي: "د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند، محترم ملا محمد فاضل مظلوم، محترم ملاخیرالله خیرخواه او محترم مولوي امیرخان متقي، دقطر له خارجه وزیر او ډاکټر زلمي خلیلزاد سره ناسته درلوده ، دمذاکراتو د نتایجو او بعدي اقداماتو په اړه یې په ځینو مهمو موضوعاتو بحث وکړ."

تر دا مهاله د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې اړه تبصره نه ده کړې او تر دې مخکې هم د امریکايي او طالب استازو د روانو مذاکراتو په اړه خبر نه و ورکړل شوی.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري نن دوشنبه (فبروري۱۰) د یادو مذاکراتو په اړه امریکا غږ ته وویل چې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د ټولو غونډو جزئیات له ولسمشر غني سره شریکوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوې اونۍ مخکې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته کابل ته سفر وکړ او له افغان چارواکو سره یې ولیدل.

ارګ وویل چې ښاغلي خلیلزاد له ولسمشر غني سره لیدنه کې ویلي چې له طالبانو سره وروستیو مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، خو نوموړي هیله ښودلې وه چې په دې اړه وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي.

ښاغلي خلیلزاد همدارنګه ویلي و:"د اوربند ټینګېدو او یا تاوتریخوالي کمېدو په اړه چې د افغانستان د خلکو او حکومت لپاره د منلو وړ وي، د یو عملي میکانیزم په اساس د طالبانو لخوا د یو روښانه ځواب په تمه یو."

تر دې مخکې طالبانو ویلي و چې د امریکا متحده ایالاتو او د دغه ډلې د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې روانې خبرې د تاوترخیوالي په برخه کې د دواړو غاړو ترمنځ د اختلاف له امله یو ځل بیا له ستونزو سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG