د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: طالبانو سمنګان کې د ډبرو سکرو۶۰موټر چلوونکي برمته کړي


وسله والو طالبانو په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو انتقالونکي۱۲۰ موټر چلوونکي او د هغوی کلېنران برمته کړي دي.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیز نن یکشنبې د «لېندۍ پر ۱۱مه» امریکا غږ ته وویل چې یاد کسان نن سهار د دره صوف ولسوالۍ په چپچل سیمه کې چې بلخ ته پر لار و وسله والو طالبانو برمته کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو د برمته شوو کسانو له ډلې ۶۰ کلېنران خوشي کړي او ۶۰ موټر چلوونکې له ځان سره وړي دي.

عزیز وویل:"نن سهار شپېته موټره چې د ډبرو په سکرو بار وو بلخ ته پر لار وو چې طالبانو د دره صوف ولسوالۍ په چپچل سیمه کې درولي ۱۲۰ موټر چلوونکي او کلېنران یې له ځان سره وړي دي، وروسته یې کلېنران خوشي کړي، د موټر چلوونکو د خوشي کولو په اړه مو هم د قومي مشرانو له لارې هڅې پيل کړي."

د سمنګان د ولایتي شورا مسؤلین بیا د یاد کار انګېزه طالبانو ته د یادو کسانو لخوا د مالیې نه ورکول په ګوته کوي.

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال هاشم سروري امریکا غږ ته وویل چې موټر چلوونکو پر دغه لار د هر ځل تېرېدو پرمهال وسله والو طالبانو ته پنځه زره افغانۍ ورکولې خو وروسته له دې چې یو شمېر کسانو له دې کار څخه سرغړونه کړې طالبانو له خپل ځان سره وړي دي.

سروري وویل: "یو شمېر موټر چلوونکي‌ چې طالبانو ته یې پیسې نه ورکولې ، طالبانو نن یو شمېر چې اتیا تنه کېږي له خپل ځان سره وړي دي."

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG