د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د چین څخه د کانونو په ایستلو کې د اقدام غوښتنه کړې


د چین د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د طالبانو د جګپوړو چارواکو سره کتلي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د طالبانو د جګپوړو چارواکو سره کتلي.

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره په ملاقات کې د چین څخه د کانونو په را ایستلو، د پراختیایي پروژو په پلي کولو او مس عینک په پروژې کې د کار د پیل کولو غوښتنه کړې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي نن پنجشنبه مارچ ۲۴ (وري۴) کابل ته تللی دی. د هغه د سفر په هکله د مخکې نه څه ویل شوي نه و.

د ښاغلي یي او ښاغلي برادر تر منځ د ملاقات په هکله د باختر خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې "په دې کتنه کې پر سوداګریزو او ترانزیټي مناسباتو او اقتصادي برخو کې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي".

ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند دې ته په اشارې چې افغانستان پریمانه کانونه لري، له چین څخه وغوښتل چې د کانونو د استخراج، د انکشافي پروژو تطبیق او د لوګر د مس عینک پروژې کار پیل کړي.

ملا برادر همدارنګه د چین څخه غوښتي چې د "یو کمربند ـ یوه لار" په پروژه کې دې افغانستان ور ګډ کاندي او په هغه هېواد کې یې د افغان محصلینو د درسونو د پیل غوښتنه وکړه.

د "یو کمربند ـ یوه لار" د چین د نوښت یوه ستره پروژه ده چې دا هیواد منځني ختیځ او اروپا سره نښلوي.

د باختر خبري اژانس په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې چې د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د دواړو هیوادونو تر منځ تاریخي او لرغونو اړیکو ته په اشارې ویلي چې "هیله لرو چې د دواړو هېوادونو دوستي دوام او پیاوړې شي"

د چین دې جګپوړي دپلومات همدغه رازر ویلي چې هیواد یې تیار دی چې د کانونو د استخراج او د سړکونو او روغتونونو جوړولو په برخو کې همکاري وکړي."

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم د چین د بهرنیو چارو د وزیر سره په ملاقات کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته امنیتي وضعیت ښه شوی او پدې هیواد کې یې د بهرنیو پانګه والو لپاره شرایط آسان کړي.

افغانستان ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر د سفر څخه یوه ورځ وړاندې د دې وزارت ویاند وانګ ونبین ویلي و چې دا هیواد په افغانستان کې د ټولشموله جوړښت، منځلاري حکومت او د سولې او بیا رغونې د نوې باب د لیکلو ملاتړ کوي.

د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او طالبانو د واک ته رسیدو څخه وروسته چین د افغانستان سره په ځانګړې توګه د اړیکو د ساتلو لپاره هلې ځلې چټکې کړي.

دا لومړی ځل دی چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د واک ته رسیدو نه وروسته افغانستان ته راځي خو تر دې وړاندې جګپوړو طالب چارواکو هم څو ځله چین ته سفرونه کړي.

چین همدرانګه ویلي پلان لري د سیمې د هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو یوه غونډه د همدې میاشتې په وروستیو شپو ورځو کې جوړه کړي چې د بحث موضوع به یې افغانستان وي.

XS
SM
MD
LG