د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د نورستان په ځنګلونو کې د اور د مهارولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې


ویل کیږي چې اور څه باندې ۲ اوونۍ کیږي چې د دې ولایت په ځنګلونو کې لګیدلی او لا هم ندی مړ شوی.
ویل کیږي چې اور څه باندې ۲ اوونۍ کیږي چې د دې ولایت په ځنګلونو کې لګیدلی او لا هم ندی مړ شوی.

طالبانو د نورستان ولایت په ځنګلونو کې د لګیدلي اور په کابو کولو کې د چین څخه د مرستې غوښتنه کړې.

څه باندې دوه اوونۍ کیږي چې پدې ځنګلونو کې اور لګیدلی او د سیمې اوسیدونکي وایي د دې اور مړه کول یې د وسې څخه بهر دي. خلکو همدارنګه په طالبانو انتقاد کاوه چې تر دې دمه یې د اور د کابو کولو او مخنیوي لپاره هیڅ ډول اقدام ندی کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د چین د شارژدافیر دینګ ینان څخه غوښتي چې نورستان ولایت پدې ځنګلونو کې د اور په مړه کولو دې په سمدستي توګه همکاري وکړي.

د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د ښاغلی ستانکزي او ښاغلي ینان تر منځ په ملاقات کې ډاډ ورکړل شو چې دا موضوع به د چین د جګپوړو چارواکو سره شریکه شي.

په عین حال کې د چین شارژدافیر ویلي چې تر لومړنیو ارزوونو وروسته به پدې برخې کې لازم اقدامات وکړي.

اور لومړی د نورستان ولایت د نورګلام ولسوالۍ په ځنګلونو کې پیل شو خو تر اوسه نده معلومه چې دا اور څنګه بل شوی. طالبانو ویلي چې تر اوسه پدې اور کې څه باندې ۱۸۰ جریبه ځنګل سوځیدلی او لا هم روان دی.

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت هم مطبوعاتو ته ویلي و چې د نورستان ولایت په ځنګلونو کې اور کابو کولو وړتیا نلري.

دې وزارت ویلي چې سیمې ته یې عمله د اور د مړه کولو لپاره لیږلې خو دا چې سیمه غرنۍ ده هغوي تر اوسه پدې ندي توانیدلي چې اور کابو یا مړ کړي.

دا لومړی ځل ندی چې د نورستان ولایت په ځنګلونو کې اور لګیږي. تر دې وړاندې د دې ولایت د جلغوزو په ځنګلونو کې هم اور بل شوی و او لس ګونه متر مربع ځنګل وسوځید.

XS
SM
MD
LG