د لاس رسي وړ اتصالات

مولوي هبت‌الله: د ملا عمر او ملا منصور په لار روان یم


مولوي هبت الله تیره میاشت د ملامنصور له وژل کیدو وروسته د طالبانو د نوي مشر په توګه په کار پیل کړی دی.
مولوي هبت الله تیره میاشت د ملامنصور له وژل کیدو وروسته د طالبانو د نوي مشر په توګه په کار پیل کړی دی.

د طالبانو نوي مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د کوچني اختر په خپل پیغام کې چې نن خپور شوی له امریکاغوښتي،چې په افغانستان کې د جګړې د دوام پرځای د افغان کشالې حل لپاره دې یوه پالیسي وړاندې کړي، خو هغه افغان حکومت سره د سولې خبرو په هکله په خپل پیغام کې هیڅ څه نه دي ویلي.

مولوي هبت الله وایي، د طالبانو د پخوانیو مشرانو مرګ دا ډله نه ده کمزورې کړې اولاهم طالبان د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره پوځي او سیاسي هڅو ته دوام ورکوي.

د طالبانو نوي مشر د کوچني اختر په مناسبت په یو پیغام کې چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته استول شوی ویلي، چې د دغې ډلې د دوه پخوانیو مشرانو مرګ دا ډله نه ده کمزورې کړې، بلکې لا هم دوی د پخوا په څیر پراخه منظم تشکیلات لري.

مولوي هبت‌الله اخوندزاده، په خپل دغه پیغام کې د خپلو پخوانیو مشرانو په پله د قدم ایښودلو ژمنه کړې او ویلي دي، هغوی چې په چا باور درلود ده ته هم د باور وړ دي.

مولوي هبت‌الله اخوندزاده د طالبانو د یو شمیر مشرانو او قوماندانانو له خوا تیره میاشت په پاکستان کې د طالبانو د نوي مشر په حیث د غوره کیدلو وروسته په خپل دغه لومړني پیغام کې په سوله ایزه توګه د افغانستان د کړکیچ هوارولو ته څرګنده اشاره نه ده کړې.

خود طالبانو مشر ویلي، چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره چې هغه د افغانستان اشغال پای ته رسول یاد کړي، جهاد فرض ګڼلی او ویلي دي چې ډله یې د پوځي لارې د دوام ترڅنګ له سیاسي لارې هم د اشغال پای ته رسیدلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

"اما اسلامي امارت د اشغال د خاتمې، د خپلواک او یوموټی هیواد او په هیواد کې د یوه سپیڅلي اسلامي نظام د رامنځته کیدو لپاره واضحه سیاسي تګلاره هم لري چې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له لورې نړیوالو او هیوادوالو ته توضیح شوې او همداشان به د افغانستان د مسئلې د حل لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي".

د طالبانو مشر په دې پیغام کې ویلي چې د قدرت انحصار نه غواړي.

"د ولس هر وګړی حق لري چی د ژوند د ټولو حقوقو او امتیازاتو څخه ګټه واخلي او سیاسي او ټولنیز حیثیت یې د اهلیت او تقوی پر بنسټ وټاکل شي".

دغه راز، د طالبانو مشر په پیغام کې ویلي، چې دا ډله د امریکا د زور له استعمال څخه ویره نه لري.

د طالبانو مشر د کوچني اختر د رارسیدلو په مناسبت په دغه پیغام کې امریکا ته مشوره ورکړې، چې د زور پرځای دې د سوله ایزې حل لارې وړاندیز وکړي " تاسو په افغانستان کې د خپلو عسکرو د وخت په اوږدیدلو، یا هغوی ته د جګړیزواک په زیاتیدلو سره نشئ کولای زموږ افغانانو حوصله او جهادي مبارزه ټکنۍ کړئ".

همداشان مولوي هبت‌الله اخوندزاده د افغانستان ګاونډیو ته مشوره ورکړې، که له طالبانو ملاتړ نه کوي نو داسې اقدامات دې هم نه کوي، چې له امله یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو موده زیاتېدلی شي.

د مولوي اخوندزاده په وینا په افغانستان کې د امریکا شتون د سیمې د ټولو هیوادونو ملي ګټې ګواښي.

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې د خپلو پخوانیو مشرانو پرخلاف د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره خپلو وسله والو ته کومه سپارښتنه نه ده کړې، خو له هغوی څخه یې غوښتې چې خلک و نه ځوروي، د عام المنفعه ځایونو لکه شفاخانو، مدرسو، ښوونځیو، پلونو، د اوبو منابعو او نورو عامه تاسیساتو او پروژو ته زیان ونه رسوي او ساتنه یې وکړي.

همداشان هغه له خپلو وسله والو غوښتې، چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ماشومانو ته د دیني او عصري علومو د زده کړو امکانات برابر کړي.

د سولې د عالي شورا غبرګون

د افغانستان د سولې عالي شورا د طالبانو د مشر د کوچني اختر د پیغام او په دغه پیغام کې د افغان حکومت پر ځای امریکا متحده ایالاتو سره د سولې د خبرو د وړاندیز په هکله امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د سولې عالي شورا د جوړیدلو عمده هدف د افغان حکومت مخالفو وسله والو سره د سولې د خبرو لپاره د یو ادرس رامنځ کیدل وو.

د دغې شورا غړي او منشي امین الدین مظفري وویل، چې د دغې شورا دروازې د ټولو هغو ډلو پرمخ چې د جګړې لاس اخلی پرانیستې دي.

ښاغلي مظفري وویل "هغه کسان چې سوله غواړي، د افغانستان د سولې عالي شورا دروازې د هغوی پرمخ تل پرانیستې دي او که څوک سوله نه غواړي د هغوی مسولیت د افغانستان حکومت او د افغان وسله والو ځواکونو پورې اړه لري چې څنګه چلند ورسره کوي".

ښاغلي مظفري بیا هم په ټینګار وویل، چې د هرې جګړې پای سوله ده نو ښه به دا وي چې طالبان هم دا لار ونیسي.

XS
SM
MD
LG