د لاس رسي وړ اتصالات

غزني ښار په شپږم ماموریت د طالبانو برید د ماتې سره مخ شوی


وسله وال طالبان د غزني ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې فعال حضور لري.
وسله وال طالبان د غزني ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې فعال حضور لري.

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو نن سهار پنځه بجې د غزني د ښار د پولیسو په شپږم ماموریت او شاوخوا پوستو ډله ایز بریدونه وکړل، چې د افغان پولیسو د مقاومت په پایله کې د هغوی بریدونه له ماتې سره مخ شول.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخیل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې جګړه کې دوه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي امرخیل وویل " نن سهار پنځه بجو په شاوخوا کې د وسله والو مخالفانو یوې ډلې د غزني د ښارد پولیسو په شپږم ماموریت باندې برید وکړ چې د وسله والو سره د افغان ځواکونو د څو ساعتونو جګړو وروسته دا برید ناکام شو".

ښاغلي امرخیل وویل په دې جګړه کې دوه پولیس ټپیان شوي، خو ملکي وګړو ته په کې د سر زیان نه دی رسیدلی.

د غزني د پولیسو شپږم ماموریت د غزني په ښار کې د امنیې قوماندانۍ څخه پنځه کیلو متره وړاندې موقعیت لري.

د غزني ولایتي امنیتي چارواکي وايي د دغه برید دوه ورځې دمخه هم طالبانو د دغه ولایت د انډر په ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو ډله ایز بریدونه کړي وو، چې د پولیسو له خوا په شاوتمبول شوي وو.

پولیس وایي، د انډر ولسوالۍ په جګړه کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تراوسه دغو جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

که څه هم وسله والو طالبانو دمخه هم په غزني کې د افغان ځواکونو سره د دغه ولایت په بیلابیلو سیمو کې جګړې کړي، خو دا په تیرو څلور میاشتو کې لومړی ځل دی، چې د دغې وسله والې ډلې وسله والو د ښار په دننه کې د پولیسو په یو ماموریت برید کړی دی.

XS
SM
MD
LG