د لاس رسي وړ اتصالات

په تازه جګړو کې ۲۸ طالبان او محلي پولیس وژل شوي- چارواکي


د کندهار امنتیي چارواکي وايي، تیره شپه یې د یاد ولایت پر سپین بولدک ولسوالۍ د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي.

امنیتي چارواکي وايي، وسله والو دغه بریدونه د ډیورند "فرضي" کرښې ته نژدې د سپین بولدک په لکڼۍ، ونکه او بیتسه سیمو پر امنیتي پوستو کړي و.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن سې شنبه جون ۲۳ (چنګاښ۳) امریکا غږ اشنا ته وويل چې وسله والو طالبانو په یادو سیمو کې د پوليسو او سرحدي قواوو پر ګډو مرکزونو ډله ییز بریدونه وکړه چې د افغان ځواکونو له لوري پر شا تمبول شوي.

هغه زیاته کړه: "زموږ پر مرکزونو د وسله والو تر برید وروسته جګړه پيل شوه چې د نن سهار تر ناوخته پوري دوام در لود په پایله کې يې ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر څنګ يې د وسله والو څلور پټنځایونه چي په بولدک ولسوالۍ کې يې د نا امنیو د رهبري کیدو لپاره کارول هم تخریب شوي."

ښاغلي بارکزي وویل ګډو افغان ځواکونو د وسله والو سل ګونه ماینونه او نور مهمات هم له منځه وړل شوي دي، خو هغه په دقیق ډول د وژل شویو او ټپي کسانو شمېر په ډاګه نه کړ.

خو یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته د بولدک ولسوالۍ د جګړې په اړه وويل چې پنځه سرحدي سرتیري د تیري شپې په جګړه کې وژل شوي او دغه راز ۱۰ تنه هم وسله وال برید کونکې د ځانګړو افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت د ځانګړو عملیاتو د لوا له لوري د سپين بولدک ولسوالۍ د جګړې په اړه په خبره شوې خبر پاڼه کې راغلي چي د وسله والو یو ډاډسن موټر، ۶ موټر سائکلان او سل کړۍ د سړک د غاړي ماینونه د وسله والو پرضد پوځي عملیاتو کې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.

امنیتي مقامات وايي چې دوی په دفاعي حالت کې دي خو د وسله والو د بریدونو په غبرګون کې د هغوی پرضد د اقداماتو اجازه لري.

سپين بولدک له پاکستان سره پر ډیورند فرضي کرښه د افغانستان په جنوب کې تر ټولو مهم اقتصادي او تجارتي مرکز بلل کیږي چي د نا امنیو پېښي له تیرو څلورو میاشتو راهیسې پکښي زیاتي شوي.

یاده ولسوالي چي یو مهال تر ټولو امن سیمه بلل کیده اوس يې د امنیت په اړه اندېښنې تر بل هر وخت زیاتي شوي.

د یادي ولسوالۍ زیاتره اوسیدونکې چي پانګه وال دي له دولت څخه غواړي چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د سپين بولدک ولسوالۍ سره د نښلونکو لارو امنیت ته خپله پاملرنه زیاته کړي.

د رپوټونو له مخې د هلمند سره پر پوله د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم پر نظامي کمپ وسله والو ډله ییز برید کړی چي د ځانګړو افغان ځواکونو په ځوابي برید کې د چارواکو په وینا نهه تنه وسله وال برید کوونکې طالبان وژل شوي.

همداشان د بلخ ولایت مقاماتو ویلي چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې اووه سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د بلخ ولایت ویاند منیر احمد فرهاد نن سې شنبه جون۲۳(چنګاښ۳) امریکا غږ ته وویل چې تیره شپه د یادې ولسوالۍ په سبزکار سیمه کې پر امنیتي پوستو د طالبانو پر مهال رامنځته شوې ده.

بلخوا په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو مسؤلین بیا وايي چې د بلخ لایت په دولت اباد او سمنګان ولایت په روی اب ولسوالیو کې له افغان ځواکونو سره نښته کې۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د سپين بولدک او میوند ولسوالۍ او د بلخ د جګړو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG