د لاس رسي وړ اتصالات

ډیورند کرښې ته نژدې د طالبانو حمله کې پنځه افغان پولیس وژل شوي


د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې پنځه پوليس او اووه وسله وال طالبان وژل شوي.

ځايي مقامات وايي چې وسله والو طالبانوو تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ د رباط پر امنیتي پوسته برید وکړ چې د نن سهار تر ۳ بجو پوري يې دوام در لود.

د کندهار یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط د شنبې په ورځ د «مرغومې پر۲۲مه» امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې د رباط پر امنیتي پوسته په برید کې پنځه پوليس او ۷ وسله وال طالبان وژل شوي.

دغه راز سرچینه زیاته وي چې په پېښه کې ۲ پوليس او ۶ وسله وال ټپیان شوي هم دي.

منبع وايي چې د رباط امنيتي پوستې ته پر لار کمکي پوليس هم د وسله والو له یوه کمين سره مخ شوي.

بلخوا د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز پېښه تائیده وي او وايي چې د اوښتو تلفاتو په اړه به يې وروسته معلومات خپاره کړي.

خو وايي چې سیمې ته د تازه دمه سرتېرو په رسېدو سره وسله وال له سیمې څخه تللي.

سپین بولدک چې په تېر کې د کندهار له امن سیمو څخه ګڼل کېده د نا امنیو پېښې پکښې له تېري يوې میاشتي راهیسې زیاتي شوي.

تېره اونۍ هم د پوليسو پر یوه مرکز په برید کې ۸ پوليس وژل شوي وو.

خپله وسله والو طالبانو د سپین بولدک ولسوالۍ د تېرې شپې وسله والې نښتې په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG