د لاس رسي وړ اتصالات

'زابل کې د پولیسو پر یو مرکز وسله وال برید کې څلور پولیس وژل شوي'


یوه منبع وابي د پولیسو پدې مرکز کې ټولټال ۱۷ پوليس موجود وو
یوه منبع وابي د پولیسو پدې مرکز کې ټولټال ۱۷ پوليس موجود وو

په زابل کې د پوليسو پر یوه قرار ګاه د وسله والو په برید کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه تیره شپه د کلات ښار اړوند په پل سنګي سیمه کې د کابل – کندهار د لويې لاري ساتونکو پوليسو په یو مرکز کې رامنځته شوې.

د زابل امنیه قوماندان سمونوال حکمت الله کوچي نن دوشنبه فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۷) امریکا غږ ته وويل چې تېره شپه ۱۱ بجې وسله والو د پل سنګي د پوليسو پر مرکز وسله وال برید کړی چي ۴ پولیس پکښې وژل شوي او ۲ نور پکښې ټپیان شوي.

هغه وويل: "زموږ د لومړنیو معلوماتو له مخې متاسفانه په پل سنګي سیمه کې د اول ټولي پر قرارګاه جګړه شوې څلور تنه مو وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي، د دښمن دوه تنه وژل شوي او درې تنه يې ټپیان شوي او د یو وژل شوي برید کونکې جسد په سیمه کې موجود دی، د پېښي بشپړه جزیات به زموږ تر پلټنو وروسته شریک شي."

خو د زابل یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د پل سنګي د پوليسو په قرار ګاه کې یو نفوذي پوليس پر خپلو همکارانو برید کړی: "تر اوسه د ۱۱ وژل شویو له ډلي څخه د ۷ تنو جسدونه روغتون ته انتقال شوي، ۲ تنه ټپي شوي او ۳ تنه نور پوليس هم وسله والو له ځان سره ژوندي یرغمل کړي خو د وسله والو طالبانو هم ۳ تنه په جګړه کې وژل شوي."

هغه زیاته کړه چې په یاد مرکز کې ټولټال ۱۷ پوليس موجود وو چې تر نفوذي برید وروسته جګړه هم پرې شوې. د هغه په وینا تر جګړې وروسته د پل سنګي قرارګاه سقوط کړی، خو نن سهار سیمي ته تازه دمه سرتیري رسیدلي دي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان هم په پېښه کې د پوليسو مرګ ژوبله تائیده وي او وايي چې کلات ښار ته نږدې په یوه مهمه سیمه کې د داسي پېښو رامنځته کیده د اندېښنې وړ مسئله ده.

دغه راز په زابل کې امنیتي مقامات وايي چې له تیرو درو ورځو راهیسې د دې ولایت په ارغنداب، میزان او شهرصفا ولسوالیو کې د وسله والو پرضد تصفیه وي عملیاتو کې یې ۳۰ تنه وسله وال وژلي او ۲ تنه نور يې هم ټپي کړي.

د زابل امنیه قوماندان سمونوال حکمت الله کوچی پدې باب زیاته وي چې دوی د جګړې پلوي ندي خو کله چي تر برید لاندي راځي نو د خپلو سرتیرو په دفاع کې يې وسله والو ته ځپونکی ځواب ويلی.

خپله وسله والو طالبانو د زابل د تيري شپې د پېښي په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG