د لاس رسي وړ اتصالات

په نورستان کې طالبانو د داعش د یو قوماندان کور سوځولی


دا د نورستان د ولایت د د وانت وایګل په ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو لومړۍ نښته ده.
دا د نورستان د ولایت د د وانت وایګل په ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو لومړۍ نښته ده.

د نورستان په ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي چې د وانت وایګل په ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د داعش ډلې د یو قوماندان پر کور برید کړی دی.

د وانت وایګل ولسوال رحمت الله رحمتي امریکا غږ ته وویل چې دغه برید پرون سه شنبه د کلایګل په سیمه کې د داعش ډلې د یو قوماندان نورا پر کور شوی دی او د ددغه قوماندان کور یې سوځولی دی.

نوموړی وايي چې دا په وانت وایګل ولسوالۍ کې د داعش ډلې مهم او لومړنی قوماندان دی.

ولسوال زیاتوي چې طالبانو د قوماندان نورا پر کور څو ساعته جګړه کړې، چې وروسته د داعش ډلې قوماندان له خپل کوره تښتدلی او طالبانو یې کور ته اور اچولی او په جنګ کې دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته ویلي دي چې قوماندان نورا په وانت وایګل ولسوالۍ کې د داعش لپاره ملګري لټوي او ډېر پلویان یې پیدا کړي خو تر اوسه یې جګړه نه ده پیل کړې

په وانت وایګل ولسوالۍ کې له پخوا راهیسې د داعش ډلې لپاره د جلب جذب راپورنه ورکړل شوي وو.

د نورستان د ولایتي شورا مشر انجنیر سعد الله پاینده زوی د نورستان په یو شمېر سیمو کې د داعش ډلې فعالیتونه نه ردوي خو وايي چې عملآ یې جګړه نه ده پیل کړې.

تر اوسه طالبانو یا داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د نورستان په ګاونډ کونړ ولایت کې هم د داعش ډلې فعالیتونه په دې وروستیو کې زیات شوي او ددغه ولایت د امنیه قوماندان جمعه ګل همت په وینا چې په کونړ کې یادې ډلې تر دوه زره کسان فعالیت کوي.

خو د افغانستان دفاع وزارت په کونړ کې په دومره شمیرد داعش د ډلې د ولسوالو شتون نه دی تائید کړی.

ځینو سرچینو امریکا غږ ته ویلي دي چې داعش ډله غواړي د اختر له شپو ورځو وروسته په کونړ پر یو شمېر ولسوالیو کې بریدونه وکړي.

یو شمېر خلک دا ګڼي چې داعش ډله غواړي له ننګرهار وروسته کونړ په خپل مرکز بدل کړي.

XS
SM
MD
LG