د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز قلعه ذال کې ۱۵ افغان پولیس وژل شوي


سږکال دوبي کې په جګړو کې د افغان ځواکونو تلفات د پخوا پرتله زیات وو.
سږکال دوبي کې په جګړو کې د افغان ځواکونو تلفات د پخوا پرتله زیات وو.

په کندز کې ولایتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تیره شپه ( د تلې ۱۸ مه)د قلعه ذال ولسوالۍ د سرحدي پولیسو پر یو کنډک په برید کې ۱۵ تنه افغان سرحدي سرتیري وژلي دي.

د کندز د ولایتي شورا غړی سید اسدالله سادات وايي، چې د سرحدي سرتیرو پر کنډک د طالبانو په برید کې ۱۵ تنه افغان سرحدي سرتیري وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، چې په کنډک کې موجوده ټوله وسله او تجهیزات وسله والو طالبانو له ځان سره وړي دي او کنډک د یو محلي پولیس په مرسته بیرته نیول شوی دی.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي پیښه تاییدوي خو د جزیاتو په اړه څه نه وايي.

د کندز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني هم مطبوعاتو ته د سرحدي سرتیرو د وژل کیدو په اړه له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد مطبوعاتو ته په یو ټلیفوني استول شوي پیغام کې ادعا کړې چې قلعه ذال په سیمه کې د پولیسو سرحدي کنډک کې میشت ۲۵ تنه سرتیري یې وژلي دي او ددوي ټول تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG