د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني پر اب بند ولسوالۍ موټر بم برید څلور پولیس وژلي ۱۲ټپیان دي


د غزني د اب بند ولسوالۍ پر ودانۍ په موټر بم ځانمرګي برید کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د آب بند ولسوال جمعه خان ترکي نن شنبه د «زمري پر۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې له چاودېدونکو موادو د ډک هاموي ټانک چاودنه نن سهار وختي ۴ بجې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه موټر بم چاودنه کې د آب ولسوالۍ او قوماندانۍ ودانۍ په بشپړه توګه تخریب شوي دي.

آب بند ولسوالۍ د غزني ښار په جنوب کې د کابل ـ کندهار د لویې لارې پر سر موقعیت لري، چې تر یادې پېښې وروسته دغه لویه لار هم د څو ساعتونو لپاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت هم د یاد برید په تائید سره امریکا غږ ته وویل، چې په دغه برید کې د ځاني زیان ترڅنګ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

طالبانو د یادې پېښې د مسؤلیت په منلو سره په دغه برید کې ګڼو پولیسو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

غزني ولایت چې د کابل په جنوب کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار موقعیت لري، د تېرو دوو میاشتو راپدېخوا پکې مرګونې پېښې رامنځته شوې.

روانه میاشت په غزني ښار کې د ملي امنیت پر یو مرکز په موټر بم حمله کې د چارواکو په وینا شااخوا ۱۳ تنه ووژل شول او ۱۷۹ نور ټپیان شول چې زیاته برخه یې ملکي وګړي و.

XS
SM
MD
LG