د لاس رسي وړ اتصالات

د پلخمري ښار څنډو کې نن هم خال خال نښته روانه ده ـ چارواکي


د جګړې له امله د بغلان لارې له نورو شمالي ولایتونو سره تړل شوي دي
د جګړې له امله د بغلان لارې له نورو شمالي ولایتونو سره تړل شوي دي

د بغلان د ولایتي شورا مسؤلین وايي، نن دوشنبه هم د پلخمري ښار په چشمه شیر او کیله ګي ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

د بغلان د ولایتي شورا یوه غړي ظریف ظریف د «وږې میاشتې پر۱۱مه» له امریکا غږ سره مرکه کې وویل، چې سیمې ته تازه دمي ځواکونه او ولسي پاڅونوال رسېدلي دي.

هغه وویل:"لویه لار تړل شوې ده، د دښمن تحرکات کم شوي دي، همدا اوس جګړه روانه ده، مرګ او ژوبله معلومه نه ده، تازه دمې ځواکونه او ولسي پاڅونوال سیمې ته رسېدلي دي."

وسله والو طالبانو پرون یکشنبه د شپې دوې بجې له درې اړخونو د بغلان مرکز پلخمري پر ځینو سیمو پراخ بریدونه پيل کړل، چې د دواړو لورو ترمنځ جګړه ونښته.

پر همدې مهال د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت وايي، چې د یادې جګړې پرمهال ۴۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي بشارت امریکا غږ ته وویل، چې د جګړې د اوږدېدو له امله د بغلان لار له مرکز کابل او شمالي ولایتونو بلخ، کندز سره تړل شوې ده.

هغه زیاته کړه:"له تېرې ورځې چې مخالفین په کرکر سیمه او پلخمري ته نژدې ځای پر ځای شوي و، تر دا مهاله ۴۹ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي، د دغه ډلې ۷ نور وسله وال نیول شوي دي، له دې امله چې طالبان پر موټر چلوونکو ډزې کوي موږ دغه لار د تګ راتګ پر مخ بنده کړې ده."

ویل کېږي، چې د دغه لویې لارې بندېدو له امله دواړو خواو ته په سلګونو موټر بند پاتې دي.

نوموړي په دغه جګړه کې افغان سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو طالبانو بیا رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې د ۳۲ امنیتي سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

تېره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، چې افغان ځواکونو طالبان له پلخمري ښار څخه د سمنټ خانې سیمې ته پر شا تمبولي دي.

د ناتائید شوو راپورونو له‌مخې د بغلان په جګړه کې له تېرې ورځې راپدېخوا د ملکیانو په ګډون اوه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي. خو په خپلواکه توګه لا دغه ارقام نه دي تائید شوي.

XS
SM
MD
LG