د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل د دایچوپان ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه


د زابل ولایتي چارواکي وايې، ولسي خلکو ته د عامه خدماتو د ښه وړاندې کولو په هدف یې د دایچوپان ولسوالۍ مرکز نن یکشنبه غرمه مهال له یوې سیمې څخه بلې ته انتقال کړی دی.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال د یکشنبې په ورځ د «تلې پر۲۱مه» امریکا غږ ته وويل، چې د ولایتي نظامي شورا د پرېکړي له مخې د دايچوپان ولسوالۍ مرکز له مخکني موقعیت څخه یوې بلي سیمي ته انتقال شوی او هلته اوس تاسیسات ورته د جوړیدو په حال کې دي.

ده وويل:"د امنیتي مجلس او د ولایتي د رهبري د پریکړي له مخې د ولسوالۍ مرکز یوه مناسب ځای ته چې د خلګو زیات نفوس پکښې دی را انتقال شوی دی."

د افغانستان دفاع وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د خلکو او سیمه ییزې ادارې په غوښتنه او خلکو ته په اسانۍ د عامه خدماتو رسېدو په هدف یې د ولسوالۍ مرکز یو بلې سیمې ته انتقال کړی دی.

دايچوپان د مرکز کلات په ۱۶۰ کیلو مترۍ کې د ارزګان ولایت سره په سرحد کې پرته ولسوالي ده.

د نوموړي ولسوالۍ مرکز له تیرو دو کالو راهیسې د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندي وو او له کلات ښار سره يې ځمکنۍ لار هم د ترافیکو پرمخ تړلې وه.

دغه راز يې ختیځ لور د زابل د خاک افغان ولسوالي پرته ده چې له تیرو ۱۴ کالونو راهیسې له دولتي حاکمیت څخه بهر ده.

تر دایچوپان مخکې د زابل د درو نورو والسوالیو، میزاني، ارغنداب او نوبهار مرکزونه هم په تیر یوه کال کې له خپل اصلي موقعیت څخه د شل کیلومترۍ په فاصله نورو سیمو ته انتقال شوي.

د زابل اوسیدنکې د خپل ولایت امنیتي حالت د اندېښنې وړ ګڼي او په وینايې چې د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د کابل – کندهار لویه لار هم د تېر په پرتله د ډيرو نا امنیو شاهده وي.

بلي خواته وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه لیږلي بیان کې ادعا کړې چې د زابل د داپچوپان ولسوالي يې تر اوږدې محاصرې وروسته تر خپلي ولکې لاندې را وستې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG