د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د کندز ښار ته نږدې شوي


چارواکي وايي له ګورتپې سیمې په تکتیکي ډول په شا شوي
چارواکي وايي له ګورتپې سیمې په تکتیکي ډول په شا شوي

طالب جنګیالیو د جمعې ورځې راهیسې د کندز ولایت په شپږو ولسوالیو کې پراخ بریدونه پیل کړي دي.

سیمیز خلک او چارواکي وايي چې د وسله والو نښتو له کبله یو شمیر خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي خو د بې ځایه شوو کره شمیره لا تر اوسه څرګنده نده.

امیرمحمد، د کندز یوه اوسیدونکي وویل "طالبان د ښار دوه او درې کیلومترۍ ته رارسیدلي دي، له چارواکو غوښتنه کوو چې عملیات پیل کړي که حالات داسې دوام وکړي کندز سقوط کوي."

امنیتي چارواکو منلې ده چې طالبانو د ګورتپې سیمه چې د ښار یوه ناحیه ده، تر باغ شرکت سیمې پورې تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

چارواکي وايي امنیتي ځواکونه په "تکتیکي ډول" له سیمې په شا شوې خو ډیر ژر به له یوه هراړخیز تصفیوي پلان په لړ کې سیمې ته ورشي.

د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم عمومي قوماندان زمری پیکان امریکا غږ اشنا راډیو لته وویل چې له دوه زرو سرتیرو سره کندوز ته راغلی او ډیر ژر په سیمه کې طالب جنګیالي په شا کړي.

د کندز والي محمد عمر ساپی هم وایې چې اوس مهال د کندوز په دوه ځایونو ګورتپه او امام صیب کې افغان سرتیري په جګړه بوخت دي.

په کندز کې وسله والو نښتو پداسې حال کې زور اخیستې چې د تیرې جمعي په ورځ طالبان خپل پسرلني عملیات پیل کړل. د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې افغان ځواکونو د طالبانو د ځپلو پوره وړتیاوې او چمتوالی لري.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG