د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې د ملي اردو په یو بل مرکز ډله ایز برید شوی


ارشیف
ارشیف

د ښوراب پر پوځي آډې تر برید وروسته نن سهار مخالفو وسلوالو په سنګین ولسوالۍ هم د ملي اردو په یو مرکز ډله ایز برید کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د هلمند د ښوراب د برتانوي ځواکونو په پخوانۍ پوځي اډه د مخالفو وسلوالو د برید په ترڅ کې شل تنه مخالف وسلوال او د ملي دفاع د وزارت مربوط پنځه کارکونکي وژل شوي اود افغان پوځ درې کارکونکي ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي په خپله ټویټر پانه کې لیکلي چې د مخالفو وسلوالو شل مړي د جګړې په ډګر کې پراته دي.

که څه هم جنرال عظیمي د دغې جګړې د پای ته رسیدلو په باب چې اوړمه شپه اته بجې پیل شوې څه نه دي ویلي ، خو په سیمه کې عیني شاهدان وایي چې لا هم په دغه پوځي اډه د مخالفو وسلوالو ډله ایز برید پای ته نه دی رسیدلی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته ویلي چې د ښوراب په پوځي اډه کې لا هم جګړه روانه ده.

عمر ځواک وایي چې په دغه جګړه کې تراوسه ۲۷ برید کونکي او د ملي اردو پنځه سرتیري وژل شوي اونهه نور ټپیان شوي دي.

ځواک وايي، مخالفو وسله والو له دوو لورو پردغې پوځي اډې بريد کړى دى چې تر ډیره حده جګړه پای ته رسیدلې خو دې وایي چې لاهم د پوځي آډې په یوه څنډه کې نښته دوام لري .

په ورته وخت کې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قوال اردو د دوهمې لوا قومندان جنرال حیات الله امریکاغږ ته وويل چې مخالفو وسلوالو نن سهار وختي د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د مجید چوک په سیمه کې د ملي اردو پر یوه مرکز هم ډله ییزبرید کړی دی.

جنرال حیات الله وایي چې د برید کونکو پوره شمیر نه دی معلوم خو هغه وایي چې د پوځ له سرتیرو سره په نښته کې تراوسه دولس برید کونکي وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي .

جنرال حیات الله په دغه جګړه کې د ملي اردو د شپږ سرتیرو وژل کیدل هم تائید کړل او وې ویل چې جګړه هلته پای ته رسیدلې او دوی اوس په تصفیه بوخت دي تر څو د نورو وسله والو له ممکنه شتون څخه ځان ډاډ من کړي .

طالبانو لا د سنګین د ولسوالۍ د برید په باب څه نه دي ویلي خو د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې د ښوراب په پوځي اډه کې د خپلو وسلوالو د مقاومت د دوام خبر ورکړی او ویلي چې نن سهار شپږ بجې یې ددغې اډې په هغه برخه کې چې د دوی وسلوال مقاومت کوي د افغان پو ‎ځ یو برید په شا تمبولی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG