د لاس رسي وړ اتصالات

د "طالبانو وحشیانه بریدونه" د سولې فرصت خطر سره مخامخ کوي- غني


تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی او د زابل د پېښې نه دی
تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی او د زابل د پېښې نه دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د زابل په ولایت کې د افغانستان د ځواکونو په پوستې د طالبانو بریدونه غندلي دي او هغه یې وحشیانه او تروریستي بللي دي.

طالبانو د جمعې په ورځ(مارچ۲۰) کلات ته نژدې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل. د افغانستان د دفاع وزرات وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۷ امنیتي‌او دفاعي ځواکونه وژل شوي دي.

د ارګ په اعلامیې کې د ولسمشر غني له قوله لیکل شوي دی: "په داسې یوې حساسې او برخلیک ټاکونکې مرحلې کې چې تر بل هر وخت سولې ته، چې زموږ د خلکو لویه او اساسي هیله ده، ډېره زمینه برابره شوې، د طالبانو دا دول وحشیانه او تروریستي بریدونه یوازې دا نه چې دا فرصت له خطر سره مخامخ کوي، بلکې د دغې ډلې په اړه د خلکو نفرت تر پخوا لا زیاتوي."

د زابل ولایتي چارواکي وايي وسله والو طالبانو د افغان پوځ او پولیسو په ګډ مرکز لومړی برید وکړ او د برید لږ وروسته د طالبانو نفوذي کسانو د خپلو ټوپکو شپیلۍ د خپلو ملګرو خوا ته واړولې، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۵افغان پولیس او د ملي اردو منسوبین وژل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې طالبانو ته یوه منسوبه ویدیو خپره شوې چې په کې د دغې ډلې وسله وال ښودل کیږي چې د افغان ځواکونو په یوې قرارګاه کې ګرځي.

په ویدیو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځینو غړو مړي هم لیدل کیږي چې اور پرې بل دی او سوځيږي.

طالبانو دا برید داسې مهال کړی دی چې له امریکا سره یې په شوي تړون کې ژمنه کړې ده چې پر امریکایي ځواکونو به بریدونه نه کوي. د دغه تړون له مخې بین-الافغاني مذاکرات پیلیږي چې په افغانستان کې روانې غمیزې ته د پای ټکی کېښودل شي.

XS
SM
MD
LG