د طالبانو حکومت د کندهار په راډیوګانو کې د کرکټ اړوند مطالبو خپرول منع کړي

ارشیف
ارشیف

دوو رسنیو او یوې سیمه ییزې سرچینې ویلي چې په کندهار کې د کرکټ اړوند مطالبو په خپرولو بندیز لګېدلی دی.

د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ [نومبر ۱۵مه] ددغه خبر په خپرولو سره لیکلي چې بندیز په داسې حال کې نافذېږي چې طالبانو د کرکټ لوبې څخه ملاتړ ښودلی او په خپلې دویمې واکمنۍ کې یې د یو لړ ټورنمنټونو کوربتوب کړی دی.

د خبر له مخې، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست راډيويي شبکو ته د شنبې په ورځ [نومبر ۱۴مه] ویلي چې د کرکټ په اړه د هر ډول محتویاتو د خپرولو نه ډډه وکړي.

په ریاست کې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط دا خبره تایید کړې او ویلي چې "د کرکټ خپرول منع شوي دي".

سرچینې د زیاتو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل: "د تبصرې او خبرونو خپرول یا حتی د دوی د بریا په اړه راپور ورکول هم منع دي."

د یوې سیمه ییزې راډیويي شبکې مشر وویل: "موږ ته د اطلاعاتو او کلتور له ادارې زنګ راغی او وویل شول چې نور په راډیو کې کرکت نشو خپرولی."

کندهار کې د یوې بلې راډيويي شبکې مشر د اطلاعاتو او کلتور ریاست تازه لارښوونې تائید کړې او ویې ویل چې چارواکو ورته په ټېلیفون ویلي چې "د کرکټ اړوند هر څه د اوس لپاره منع دي".

د دواړو رسنیو مشرانو د امنیتي دلایلو له مخې د نوم نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري اژانس سره خبرې کړې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په کندهار کې د شوې پرېکړې په اړه د اژانس پوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی. کندهار کې د طالبانو رهبر مېشت دی او له هماغه ځایه بېلابېل فرمانونه صادروي.

د طالبانو حکومت په ځېنو لوبو محدودیتونه لګولي او ګډې رزمې لوبې (اېم اېم اې) یې منع کړي دي. ښځې او نجونې هم د لګېدلو طرزالعملونو له مخې له ورزشي کلبونو او په پراخه کچه له ورزش څخه منع دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د زیمبابوې پر وړاندې دویمه ټسټ لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG