د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په پکتیا کې 'پنځه تنه په عام محضر کې په درو' وهلي


عکس ارشیف
عکس ارشیف

د طالبانو د حکومت سترې محکمې په پکتیا ولایت کې پنځو کسانو ته د «بېلابېلو جرمونو په تور د تعزیري سزا» ورکولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو حکومت سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ ناوخته مارچ ۱۵ (کب ۲۴) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یادو کسانو ته "د غلا، له کور څخه د تېښتې، اخلاقي فساد او په ټولنیزو رسنیو کې د فاحشو عکسونو خپرولو د جرم په تور تعزیري سزا" ورکړل شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه «تعزیري سزا» پر مهال د ولایت په کچه د لوړو پوړو طالب چارواکو ترڅنګ ګڼو عامو خلکو هم ګډون کړی و.

د بیان له مخې د یادو کسانو دوسیې د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې ریاست د جزا او عامه امنیت دېوانونو لخوا څېړل شوي وې او په خبره "ټولو مجرمینو د محکمې پر پرېکړې قناعت لاره."

لا معلومه نه ده چې دغو کسانو مدافع وکیل هم لرل او که نه. له دوی څخه د اقرار اخیستلو جزیات هم خپاره شوي‌ دي. ځینې ادعا کوي چې طالب مقامات په زوره له توقیف شویو او بندي‌کسانو څخه اقرار اخلي.

د طالبانو سزاګانې او 'صحرایي محکمې' څومره قانوني او شرعي دي؟

له کله چې د طالبانو حکومت په عام محضر کې د تعزیرې سزاګانو لړۍ پیل کړې دا لومړی ځل دی، چې په ټولینیزو رسنیو کې په اصلاح د فاحشو عکسونو خپرولو په جرمیو چا ته سزا ورکول کیږي.

همداشان د طالبانو حکومت د سترې محکمې په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې په پنځو تنو کې کومه ښځه هم وه او که نه، خو په عمومي ډول د کور څخه د تیښتې اصلاح هغو نجونو ته کارول کیږي چې اکثره د کورني تاوتریخوالي له امله له خپل کور څخه د کورنیو د اجازې پرته تښتې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت سترې محکمې تر دې مخکې په هلمند، فراه، تخار، لوګر، کابل، بدخشان، پروان، ارزګان، جوزجان، پکتیا، پکتیکا، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سلګونو کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور د «تعزیري سزا» او د یو تن د «قصاص» خبر ورکړی و.

د طالبانو حکومت سترې محکمې د «تعزیري سزا» تطبیق په ټولنه کې د جنايي جرمونو کمېدل او د نورو خلکو لپاره عبرت بللی دی.

د طالبانو حکومت ستره محکمه پر داسې مهال په پکتیا ولایت کې پر پنځو کسانو د «تعزیري سزا» د طبیق خبر ورکوي چې تر دې مخکې د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ او د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر بنسټونو د طالبانو لخوا په عام محضر کې د ښځو او نارینو په درو وهلو ته غبرګون ښودلی و.

په وروستي غبرګون کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا په عام محضر کې تورنو کسانو ته د درو وهلو سزا په ورکولو باندې اندېښنه ښودلې وه او له حاکمو چارواکو څخه یې د ژر تر ژره د دغسې سزاګانو د بندېدو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG