د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د دوو ماشومانو نه سرونه غوڅ شوي


په افغانستان کې سمیه ایز چارواکي وايي چې د یوه تنکي ماشوم او یوه کوچنۍ انجلۍ څخه په دوو جلا جلا پېښو کې سرونه غوڅ شوي دي. دا وروستی برید دی چې د طالبانو په هکله یې تازه پوښتنې راپورته کړي دي.

د کندهار د ولایت ویاند جاوید فیصل وايي چې یو ۱۲ کلن ماشوم د کندهار په ولایت کې د چارشنبې په ورځ وتښتول شو او وروسته یې پری شوی سر د تنې سره یوځای وموندل شو. فیصل وايي چې طالبانو غوښتل محلي پولیسو ته خبرداری ورکړي.

ددغه تنکي هلک ورور چې نوم یې د چارواکو له خوا نه دی افشا شوی د افغانستان د محلي پولیسو غړی دی چې د امریکايانو له خوا روزل کېږي. ددغو پولیسو وظیفه دا ده چې په هغو سیمو کې د افغانانو ساتنه وکړي چې د طالبانو تر نفوذ لاندي دي.

ښاغلي فیصل وویل چې دغه کار د طالبانو له خوا هغو کسانو ته خبرداری دی چې په محلي پولیسو کې کار کوي او د حکومت څخه ملاتړ کوي. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې دا کار د دوي د ډلې نه دی.

دغه راز د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندان عبدالحمید وايي چې د پنجشنبې په ورځ هم ددغه ولایت په مربوطاتو کې د یوې ۶ کلنه انجلي څخه سره غوڅ شوی دی.

ښاغلی عبدالحمید زیاتوي چې تراوسه پوري لا دا معلومه نه ده چې ددغې انجلۍ نه یې کورنۍ سر غوڅ کړی او که دا طالبانو کار دی خو یوه خبره یقیني ده چې طالبان د هغې سیمې په کنټرول کې دي چیري چې دغه پېښه رامنځ ته شوې ده. نوموړي وویل چې سیمې ته د امنیتي دلایلو په خاطر نشي کولای چې څیړونکی ورولېږي.

دغه پېښه د هغې پېښې په تعقیب کېږي چې په کښي د هلمند په لایت کې د ۱۷ ملکیانو څخه چې په یوه مجلس کې راغونډ شوي وو سرونه پرې کړل شول. حکومتي چارواکو ددغه کار پړه هم پر طالبانو وراچولې ده خو طالبانو دغه تور رد کړی دی.
XS
SM
MD
LG