د لاس رسي وړ اتصالات

وسله‌والو طالبانو په هلمند کې یو روغتیايي کلینیک سوزولی


په دې پيښه کې د کلینیک کارکوونکو ته زیان نه دی رسیدلی
په دې پيښه کې د کلینیک کارکوونکو ته زیان نه دی رسیدلی

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت په واشیر ولسوالۍ کې یو روغتیايي کلینیک سوځولی خو کار کونکو ته يې زیان ندی رسیدلی.

د واشېر ولسوالی د فولاد د سیمي روغتیايي کلنیک شپږ میاشتي مخکې خپل فعالیت پيل کړی و او د سیمي شل زره کسانو ته يې روغتیايي خدمتونه وړاندي کول.

د هلمند د عامي روغتیا رئیس ډاکتر مولاداد توبه ګار امریکاغږ ته وويل چي وسله والو سهار وختي ۲ بجې د کلنیک ټول طبي وسایل له ودانۍ څخه را ایستلی او وروسته يې وسایلو او ودانۍ دواړو ته اور ور کړی .

دی زیاتوي چي د فولاد د روغتیايي کلنیک ۷ روغتیايي کار کونکې د شاپشتې په نوم یوه بل روغتیايي مرکز ته تللي او کوم زیان ورته ندی رسیدلی .

هغه وویل "کلنیک په یوه کرايي کور کې و د شپې ناوخته وسله وال راغلي اور يې ور اچولی دا سیمه د وسله والو طالبانو تر حاکمیت لاندي ده او د هغوی له اجازې پرته نه څوک وسلې له ځان سره ساتلی شي او نه هم کوم داسي عمل تر سره کولای شي ، نو تاسي خپله فکر وکړی چي دا اکار به چا کړی وي".

دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په خپل ټویټر د طالبانو له لورې د روغتیایي کلینک د سوزولو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دا کار د عبدالجبار قهرمان وسله والو کسانو کړی دی.

واشیر ولسوالي د لښکرګاه په شمال لویدیځ کې نا امنه ولسوالي بلل کیږي چي ډیری برخي يې تر دولتي حاکمیت بهر دي. دا د خپل ډول لمړنی پېښه ده چي په هلمند کې رامنځ ته کیږي .

وسله وال طالبان تر ډیره پوري د روغتیايي پروګرامونو ملاتړي دی او آن یو ځل يې په کندهار او هلمند کې د واکسین پر کمپاینونو له دې کبله بندیز لګولی و چي په نورو روغتیايي برخو کې دي د اسانتیاوو د برابر ولو په موخه په لرو پرتو سیمو کې د روغتیا وزارت روغتیايي کلنیکونه جوړ کړي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG