د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت: د طالبانو له خوا د موسیقۍ د الاتو سوځول د افغانانو پر هنر او دود تیری دی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان کړی چې له تېر یو کال راهیسې له ۶۰۰ څخه زیات موسیقي الات سوځولي دي. د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د چارواکو په وینا، د موسیقۍ شاوخوا ۵۰۰ الات چې د پروان ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټول شوي وو، وسوځول شول.

همدغه راز د لغمان په ولایت کې هم د طالبانو د امر بالمعروف پولیسو د څه باندې ۱۰۰ نورو موسیقۍ الاتو د سوځولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي رادیو تلویزیون راپور ورکړی چې دغه الات د کال په اوږدو کې د تلاشیو پر مهال نیول شوي وو.

په پروان کې د طالبانو د امر بالمعروف یو چارواکي عبدالمجیب حنفي ویلي چې په سوځول شویو الاتو کې هارمونیه، طبله، تمبک، دف، لوډسپیکرونه او نور غږیز وسایل شامل وو. هغه ادعا وکړه چې موسیقي خلک له اخلاقي ارزښتونو څخه لرې ساتي او د اسلامي شریعت له مخې یې غږول منع دي.

طالبان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا واک ته ورسېدل، په ټول هېواد کې یې د موسیقۍ پر تولید او اورېدو بندیز لګولی دی.

چارواکو هغه کسان نیولي چې د موسیقۍ په جوړولو، خپرولو یا اورېدو تورن شوي، او د موسیقۍ زرګونه الات او د غږ سیستمونه یې له منځه وړي دي. همدارنګه، د هوټلونو مالکینو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې په ټولنیزو مراسمو کې هم د موسیقۍ د غږولو مخه ونیسي.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت د طالبانو ددې اقدام په غندلو ویلي دي چې: " دغه اقدامات د افغانستان ملیونونه وګړي د خپلو فرهنګي او هنري بنسټیزو حقونو څخه محروموي او د هنرمندانو، د موسیقي د ډګر پوهانو او مینه والو د ځپلو فضا يې رامنځته کړې ده."

د طالبانو حکومت د موسیقۍ هغه څانګه هم منحل کړه چې په ۱۳۶۱ کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې تاسیس شوې وه. دا اقدام په افغانستان کې د هنري او کلتوري فعالیتونو پر وړاندې د محدودیتونو د دوام یوه بله بېلګه ګڼل کېږي.

طالبانو د ۲۰۲۴ کال په پای کی هم ویلي و له ۲۱۰۰۰ څخه ډېر د موسیقۍ وسایل «نیولي او له منځه وړي» و . دوی دا خبره د ۲۰۲۴ کال د «کلني فعالیت» د یوې لاسته راوړنې په توګه کړې او له خلکو څخه یې هم وغوښتل چې په ودونو او نورو مراسمو کې د موسیقۍ وسایل ونه کاروي.

موسیقي چې په افغانستان کې د ۲۱مې پیړۍ په لومړیو دوو لسیزو کې د ودې په حال کې وه، د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره مخ په ځوړ شوه او د موسیقۍ د تعلیمي موسسو دروازې هم تړل شوېدي.

د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت پر مهال هم له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې دغې ډلې پر موسیقۍ بشپړ بندیز لګولی و.

په افغانستان کی د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما او د بشري حقونو نورو نړیوالو بنسټونو ویلي دي چې طالبان غواړي پدې کار سره د خلکو ترمنځ د وېرې او ډار فضا رامنځته کړي.

دوی د طالبانو په حکومت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د بشري حقونو تر ټولو لوی سرغړوونکی بللی، هغه حکومت چې هېڅ هېواد یې تر اوسه په رسمیت نه پېژني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG