د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په کابل کې د ودونو په تالارونو کې موسیقي بنده کړه


طالبان وایي موسیقي په اسلام کې حرامه بلل شوې او له همدې کبله یې بندوي.
طالبان وایي موسیقي په اسلام کې حرامه بلل شوې او له همدې کبله یې بندوي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په کابل کې د ودونو تالارونو ته امر کړی چې په ودونو او د خوښۍ نورو مراسمو کې د موسیقي خپرول بند کړي.

د دې وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې په کابل کې د ودونو د تالارونو د خاوندانو سره په غونډې کې هغوي ته امر شوی چې تر دې وروسته دې د موسیقي اورول په جدي توګه بند کړي.

طالبان وایي چې موسیقي په اسلام کې حرامه بلل شوې او له همدې کبله یې په خپرولو بندیز لګوي.

سره لدې چې طالبانو تیر کال د ودونو په تالارونو کې د موسیقي د بندیدو غوښتنه کړې وه خو دا کار یوازې د افغانستان په ولایاتو کې تطبیق کیده او لومړی ځل دی چې په کابل کې دا امر کوي.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت جون ۱۱ (غبرګولي۲۱) په ټویټر کې لیکلي، " د امر بالعمروف وزارت حکم سره سم، د کابل ښار د امربالعمروف ریاست محتسبینو د ودونو د تالارونو د خاوندانو سره په یو مجلس کې د ودونو او نورو خوښیو په مراسمو کې د موسیقي غږول بندیدل او هغو کارونو نه کول دي چې د اسلام سره په ټکر کې دي."

طالبانو د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې هم پخپلې لومړنۍ واکمنۍ کې په ټول افغانستان کې د موسیقۍ غږیدل بند کړي و.

د طالبانو غړیو په هغې دورې کې د تالاشیو په پوستو کې د موټرو څخه پټې اخیستلې او تر ماتولو وروسته یې په ونو کې بندولې تر څو خلک ترې عبرت واخلي. طالبانو همدارنګه هغو کسانو ته سزا ورکوله چې موسیقي به یې اوریدله.

د ۲۰۲۱کال په اګست کې په کابل د طالبانو تر کنټرول وروسته پر موسیقۍ بندیز ولګول شو، چې له امله يې په سلګونو افغان سندرغاړي او موسیقي غږونکي وطن پرېښوولو ته اړ شول.

XS
SM
MD
LG