د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان ټلیفون پلورونکو ته: تر دې وروسته د رانیونکي مشخصات ثبت کړئ


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له ټولو ټلیفون پلورونکو څخه غوښتي چې تر دې وروسته د ټلیفون پلورلو پر مهال د ټلیفون اخیستونکي ټول مشخصات ثبت او راجستر کړي.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې د ټلیفونونو پلرونکو اتحادیې ته همدارنګه سفارښتنه کړې چې د موبایل (IME) نمبر هم د مشخص اخیستونکي په نوم ځانګړې فورمې کې ثبت کړي تر څو پدې برخه کې د بې مسؤلیتۍ مخه ونیول شي.

د دغه وزارت په بیان کې ویل شوي: "د کورنیو چارو وزارت دانتک ریاست مسؤلینو د لاښه نظم د تامین او د جرایمو د مخنیوي لپاره د موبایل پلرونکو د اتحادیې سره په ناسته کې د موبایل هر ډول پیر او پلور د اصولو تابع وګرځوه."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت همدارنګه زیاته کړې چې د ټلیفونونو پلرونکي او اخیستونکي د دغه ځانګړي فورمې په ثبت او راجستر باندې مکلف دي او په وینا یې له دې امره سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

طالب چارواکي پر داسې مهال یاده پرېکړه کوي چې تر دې مخکې د افغانستان په بازارونو کې موبایلونه اکثره له ثبت او راجستر پرته پلورل کېدل.

ویل کیږي چې د موبایل ټلیفون له لارې زیاتې جنايي پيښې رامنځته کیږي چې د کورنیو د ازار او ذیت سبب ګرځي.

په افغانسان کې له خلکو څخه د ټلیفونونو غلا کول هم یوه جدي ستونزه ده چې اکثره وخت قیمتي غلا شوي تلیفونونه په تور بازار کې په ارزانه بیه باندې پلورل کیږي.

د دې ترڅنګ په دغه هیواد کې د غیر راجستر سیم کارتونو پیر او پلور هم یوه جدي ستونزه ده چې له امله یې خلکو په وار وار شکایتونه کړي دي. د دوی په وینا یو شمېر کسان د غیر راجستي سیمارتونو څخه خلکو ته د ګواښونو او باج اخیستلو لپاره استفاده کوي.

د راپورنو له مخې په افغانستان کې په میلیونونو کسان موبایل تلیفونونه کاروي.

XS
SM
MD
LG