د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: د "طالبانو بیرته راتګ" کتاب لیکوال استخباراتي مامور دی؛ طالبان خپلواک دي


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د "طالبانو بیرته راتګ" په نامه د کتاب لیکوال حسن عباس "استخباراتي مامور" بللی او د طالبانو د خپلواکۍ په هکله د لیکوال ادعاوې "بې اساسه او له واقعیتونو لیرې" بللې دي.

ښاغلي مجاهد دوشنبه مې ۱ (غوایي۱۱) په یوې اعلامیې چې په ټویټر کې یې خپره کړې د (The Return of the Taliban) په نامه د کتاب لیکوال ته په خطاب کې لیکلي، "د حسن عباس په نامه استخباراتي مامور د افغانستان په اسلامي امارت او مشرانو یې بې اساسه او له واقعیتونو لیرې تورونه پورې کړي".

د طالبانو ویاند په اعلامیې کې څو ځله د کتاب لیکوال استخباراتي مامور یاد کړی خو دا یې ندي ویلي چې د کوم هیواد یا ادارې مامور دی.

مجاهد لیکلي، "په کتاب کې ادعا شوې چې ګنې د افغانستان اسلامي امارت استقلال نلري او ګواکې کړه وړه یې د کوم بل هیواد د استخباراتي او نظامي چارواکو تر څار لاندې دي."

ذبیح الله مجاهد د لیکوال ادعاوې رد کړي دي او وايي ،" هر معقول او منطقي کس که وغواړي چې د اسلامي امارت د مشرانو او کړنلارو د استقلال، خپلواکۍ او حریت په اړه پلټنه وکړي، خورا آسانه او ژر دې نتیجې ته رسیدلی شي چې دا صف او دا مشران د آزادۍ او خپلواکۍ په وروستي حد کې قرار لري".

مجاهد همدارنګه په اعلامیې کې ویلي چې حسن عباس " د کوم استخباراتي ارګان ګمارل شوی اجیر دی چې کوښښ یې کړی په خپله ناکامه هڅې سره دریاب ناپاک کړي".

حسن عباس د خپل کتاب په یوې برخې کې ادعا کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وړاندې تر دې چې د هند سره دپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي، دا موضوع یې د پاکستان د پوځ د پخواني لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوا سره شریکه کړې وه او دا ادعا یې هم کړې چې د پاکستان د مشورې پرته هند نشو کولی چې خپل دپلوماتان بیرته کابل ته واستوي.

حسن عباس په کتاب کې دا هم لیکلي چې د " سخت دریځو او میانه روو" طالبانو تر منځ د واک پر سر جنجال مخ په زیاتیدو دی. تر دې وړاندې هم د طالبانو د مشرانو تر منځ په ځینو موضوعاتو د نظر د اختلافاتو خبره شوې وه خو طالبانو د اختلافاتو شتون رد کړی.

امریکا غږ آشنا تلویزیون د حسن عباس سره مرکه کړې چې دلته یې کتلی شئ.

XS
SM
MD
LG