د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا غږ مشره: د طالبانو محدودیتونه مو غږ نشي بندولی


امریکا غږ د طالبانو لخوا د افغانستان څخه په ایف ام او منځنۍ څپې د دې ادارې په پښتو او دري خپرونو بندیز په هغو اوریدونکو ګوزار بللی چې بې سانسوره خبرونو او معلوماتو اوریدو لپاره امریکا غږ آشنا راډیو اوري.

د امریکا غږ سرپرستې مشرې یولانډا لوپیز په یوې اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو دا کړنه به "زمونږ غږ چوپ نکړي، بلکې په افغانستان کې دننه د اسیرو اوریدونکو لپاره د خدمت اهمیت لا ډیر کړي".

میرمن لوپیز په اعلامیې کې ویلي چې د آشنا راډیو په خپرونو کې عادي افغانانو ته فرصت ورکول کیږي چې د هغو موضوعاتو په هکله خپل غږ شریک کړي چې په افغانستان کې دننه په مطبوعاتو کې سانسور کیږي.

د امریکا غږ سرپرستې همدارنګه ویلي چې د آشنا راډیو په پروګرامونو کې د افغانستان د اوسني حکومت د منزویتوب څخه نیولې د میرمنو او نجونو اړوند موضوعاتو باندې بحث کیږي چې د طالبانو د راتګ څخه وروسته ورته د دویمې درجې حیثیت ورکړل شوی.

سرپرستې مشرې همدارنګه ویلي چې د امریکا غږ خپرونې هره اوونۍ په افغانستان کې ۷.۳ ملیون اوریدونکو ته رسیږي چې د دې هیواد د بالغو وګړو د دریو څخه یوه برخه کیږي. د امریکا غږ دې اوریدونکو ته دا خپرونې تقریباً په نیمایي توګه د راډیو د لارې رسیږي او د طالبانو دې تازه اقدام "زمونږ کار لا ستونزمن کړ".

خو میرمن لوپیزو ویلي چې د دې ستونزو سره سره، امریکا غږ نورې لارې چارې هم لري چې په افغانستان کې خپلو اوریدونکو ته خپرونې ولري.

د (Yahsat channel 469) سپوږمکۍ چې د امریکا غږ خپرونې په اوونۍ کې ۷ ورځې څلور ویشت ساعته خپروي، په ۹۷۲ کیلو هترز منځنۍ څپې چې سټیشن یې په تاجکستان کې دی، لنډې څپې راډیو، پښتو او دري ویب پاڼې، په ټویټر، فیس بوک، انسټګرام او یوټیوب کې د آشنا راډیو ټولنیزې شبکې هغه لارې چارې دې چې په افغانستان کې دننه او بهر پرې خلک د آشنا راډیو خپرونې او مطالب، کتلی، اوریدلی او لوستلی شي.

د امریکا غږ سرپرستې همدرانګه ویلي چې دا اداره د نورو لارو چارو په لټه کې هم ده چې وکړی شي په افغانستان کې خپلو اوریدونکو ته خدمات وړاندې وکړي او خپل ماموریت پر ځای کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د حکم له مخې، د افغانستان دننه د امریکا غږ او آزادۍ رادیو خپرونې سر د پنجشنبې ډسمبر اوله (لیندۍ۱۰) د مخکنیو منځنۍ او ایف ایم په څپو بندې شوې، خو امریکا غږ به په نویو منځنیو او لنډو څپو خپلو خپرونو ته ادامه ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې ډلې د پریکړې په هکله امریکا غږ ته په یو پیغام کې لیکلي، "افغانستان د مطبوعاتو قوانین لري او هره شبکه چې په پرله پسې توګه دا قوانین مات کړي، د افغانستان دننه د راپور ورکولو او خپرونو کولو امتیاز ترې اخیستل کیږي."

ښاغلي بلخي زیاته کړه، "امریکا غږ او آزادۍ رادیو پدې قوانینو عمل کولو کې ناکام شوي، او پرله پسې ناقضین پیژندل شوي، د مسلکیتوب په ښودلو کې ناکام شوي نو له همدې کبله یې خپرونې بندې شوي."

XS
SM
MD
LG