د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په بدخشان کې تسلیم شوي پولیس خوشې کړل


طالبانو په دغه مرکز د تیرو څلورو ورځو راهیسې عملیات پیل کړي وو
طالبانو په دغه مرکز د تیرو څلورو ورځو راهیسې عملیات پیل کړي وو

وسله والو طالبانو تیره ماښام د بدخشان د وردوج ولسوالۍ د تیرګران په سیمه کې د افغان ځواکونو مرکز نیولی او هلته مېشت پولیس ورته تسلیم شوي وو.

د بدخشان د والي مرستیال ډاکټر ګل محمد بیدار وایې چې طالبانو ۱۰۷ تسلیم شوي پولیس بېرته خوشي کړل.

ښاغلي بېدار وویل د تیرګران بیز تیر ماښام اوه بجې د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شو، هغه وايي د محلي پولیسو مشر سید جلال له طالبانو سره لاس یو کړی وو چې دغه پېښه وشوه.

هغه وایې چې طالبانو د سیمې قومي مشران او سپین ږیري سرحدي او محلي پولیسو ته ورلیږلي وو چې تسلیم شي، هغه زیاتوي چې دغه پولیس هم د سیمې خلک وو، نو په دې خاطر چې پخوا یې هم د سیمې له طالبانو سره لاس درلوده او ونه وژل شي طالبانو ته تسلیم شول.

هغه وایې چې ۹۰ تنه سرحدي او ۳۵ تنه محلي پولیس له وسلو او ټولو تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي او د تیرګران پوسته اوس د طالبانو په ولکه کې ده.

هغه وایې چې پر دغه سیمه له تیرو دریو ورځو راپه دیخوا جګړه روانه وه، چې په کې ۸ تنه محلي او سرحدي پولیس وژل شوي دي.

بیدار زیاته کړه چې په دغه جګړه کې ۱۴ تنه مخالفین هم وژل شوي چې ۲ تنه یې د تاجکستان اتباع وو.

نوموړي امریکاغږ ته وویل چې د تیرګران پر بیز باندې ۴۰۰ تنو وسله والو طالبانو برید کړی و، او په دغه پوسته کې له ټانکونو پرته نوره ټوله سپکه او درنه وسله چې د دریو میاشتو جګړې لپاره بس وه طالبانو نیولې ده.

د بدخشان د والي مرسیتال وویل چې پرون د هوا د خرابوالي له امله ملي اردو ونه کرای شول چې د تیرګران پوستې ته مرستې ورسوي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG