د لاس رسي وړ اتصالات

په ٢٠١۴ کې د طالبانو په لسگونو والیان او ولسوالان وژل شوي


د اوږدې جگړې ژورنال (لانگ وار ژورنال) رپوټ وایي په ٢٠١۴ کې د طالبانو لږ تر لږه ٣۴ نوماند والیان او ولسوالان د جگړې په ډگر کې لهمینځه تللي دي.
د اوږدې جگړې ژورنال (لانگ وار ژورنال) رپوټ وایي په ٢٠١۴ کې د طالبانو لږ تر لږه ٣۴ نوماند والیان او ولسوالان د جگړې په ډگر کې لهمینځه تللي دي.

د یوې امریکایي موسسې د موندنو له مخې طالبانو مرگونی کال تیر کړ، خو ددې ډلې جگړیز ځواک لا هم نه دی کمزوری شوی.

د اوږدې جگړې ژورنال (لانگ وار ژورنال) رپوټ ورکړی چې په ٢٠١۴ کال کې د طالبانو لږ تر لږه ٣۴ نوماند والیان او ولسوالان د افغانستان په ١٧ ولایتونو کې د جگړې له ډگر څخه حذف شوي دي.

د رپوټ له مخې، د طالبانو څلور ولسوالان د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او ٢٩ تنه نور د جگړې په ترڅ کې یا په جگړه او یا هم په هوایي بمباریو وژل شوي دي. په وژل شویو کې د طالبانو اوه نومول شوي والیان وو چې د بدخشان، کونړ، هرات او کندهار ولایتونو ته گمارل شوي وو.

د رپوټ شوې مرگ ژوبلې ٧٥ په سلو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې، ٢٠ فیصده د نړیوالو ځواکونو په بمباریو، ٣٪ د طالبانو د ډلې په خپل منځي جنجالونو او ٣٪ نور یې د ولسي پاڅونونو په نتیجه کې وژل شوي دي.

د افغانستان د حکومت مقاماتو تیره میاشت د جوزجان ولایت لپاره د طالبانو د نوماند والي د تسلیمیدو خبر ورکړ چې د خپلو لسگونو پلویانو سره دولت ته واوښت.

سالمه مشري

د اوږدې جگړې د ژورنال مسؤل مدیر بل روگیرو، د امریکا غږ د دری/پشتو ویب پاڼې ته وویل چې طالبانو په منځمهاله مشرتابه کې د درنو تلفاتو سره سره د دې ډلې لوړپوړی مشرتابه په پاکستان کې په امن کې ژوند کوي.

ښاغلي روگیرو وویل "طالبان توانیدلي دي چې په سیمه ییزه رهبرۍ کې د ولسوالانو، والیانو او نورو مقامونو په کچه خلاوی ژر ډکې کړي او خپل جگړه ییز ځواک وساتي".

د جگړې اړوند مسایلو ددې کارپوه په اند، د طالبانو د منځنۍ کچې مشرانو د وژنې ستراتیژي "گټوره نه ده ثابته شوې" ځکه د طالبانو له مینځه وړلو وروسته د افغانستان حکومت او نړیوال ځواکونه نه دي توانیدلي چې بهتره سیمه ییز بدیلونه رامنځ ته کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د ارقامو له مخې په ٢٠١۴ کال کې شاو خوا اتهزره یاغي جنگیالي د افغان او بهرنیو ځواکونو له لورې لهپښو غورځیدلي دي.

په غبرگون کې طالبان د حکومت د شمیرو په ردولو سره ویلي دي په زرگونو افغان امنیتي او دفاعي منسوبین یې وژلي دي.

که څه هم چې افغان حکومت په تیر میلادي کال کې د دولتي ځواکونو د مرگ ژوبلې شمیره نه ده په ډاگه کړې، خو لویدیځې رسنۍ د امنیتي مقاماتو له خولې دا شمیره شاو خوا پنځه زره تنه اټلوي.

د افغان او بهرنیو پوځیانو د وژلو سربیره طالبانو د افغانستاند دولت نور کارکوونکي هم په نښه کړي دي.

ملگرو ملتونو همداشان د زرگونو ملکي وگړو د وژلو مسولیت د طالبانو پر اوږه اچوي.

XS
SM
MD
LG