د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د طالبانو له اوربند هرکلی وکړ


د افغانستان جمهوري ریاست د وسله‌والو طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې د اوربند د اعلان په غبرګون کې وايي، افغان حکومت له هر هغه اقدام هرکلی کوي چې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسیدو سره مرسته وکړي.

د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل "افغانستان د طالبانو له اعلان استقبال او هرکلی کوي او موږ امیدواره یو، چې د دې د تطبیق په برخه کې طالبان ژمن واوسي".

ښاغلي چخانسوري هیله وښوده، چې د اوربند لړۍ لاپسې وغځول شي او په نتیجه کې یې د دواړو خواو ترمنځ د سولې مذاکرات پیل شي.

وسله‌والو طالبانو د شنبې په ورځ په یو بې‌ساري اقدام کې له افغان حکومت سره د درې ورځني اوربند اعلان وکړ او له خپلو وسله‌والو څخه یې وغوښتل، چې د کوچني اختر په ورځو کې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یرغلیز بریدونه ونه کړي.

طالبانو په یو خپور شوي بیان کې ویلي، چې د اختر په لومړۍ، دویمه او دریمه ورځ به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ضد یرغلیز عملیات ترسره نه کړي، خو د بهرنیو ځواکونو پر ضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

په بیان کې راغلي، چې د طالبانو مشرتابه دا پریکړه د دې لپاره کړې، ترڅو د اختر په ورځو کې خلک په ډاډ سره د اختر لمونځ او نور مراسم ترسره کړي.

په تیرو شاوخوا اولسو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ اوربند کیږي.

طالبانو د اوربند دغه اعلان وروسته له هغې کړی، چې تیره اونۍ د افغانستان ولسمشر له دغې ډلې سره د نهو ورځو اوربند اعلان وکړ.

طالب مشرانو همداشان خپل نظامي کمیسیون او نورو چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې په زندانونو کې د هغو بندیانو په اړه ورته معلومات ورکړي، چې د طالبانو پرضد د فعالیت نه کولو ژمنه کولی شي "تر څو یې له زندان څخه د خلاصون په اړه مشرتابه تصمیم ونیسي".

په بیان کې طالبانو ته لارښونه شوې، چې په بندیخانو کې جنایي او جنګي بندیانو ته د اختر په ورځو کې د خوښیو آسانتیاوې برابرې او د امکان په صورت کې له کورنیو سره یې د ملاقاتونو زمینه هم مساعده کړي.

د طالبانو مشرانو دغه راز له خپلو وسله‌والو څخه غوښتي، په هغو ځایونو کې چې د بمباریو ګواښ وي، د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره، هلته دې د عام ولس په غونډو کې له ګډون کولو څخه ډډه وکړي.

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو د درې ورځني اوربند په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال، د اختر په ورځو کې د طالبانو له لورې د افغان امنیتې ځواکونو سره د اوربند او همدارنګه د اسیرانو خوشې کولو اعلان هیله بخښونکی اقدام بللی دی.

ښاغلي زاخیلوال په خپل ټویټر پاڼه لیکلي "هیله ده چې پدی مبارکو ورځو کې د افغان وینې نه تویدنې خوند دومره زورور شي چې د راتلونکې اختر څخه ورسته ټولې ورځې د افغانانو اوږد او دایمي د سولې اختر اعلان شي".

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د پنجشنبې په ورځ (جون ۷) له افغان وسله‌والو طالبانو سره د اوربند یو اړخیز اعلان وکړ او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې لارښوونه وکړه، چې د دغې ډلې پر ضد یرغلیز عملیات ودروي، خو د داعش، القاعدې او نورو نړیوالو تروریستي شبکو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG