د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې


طالبانو د کندهار د معروف ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې، خو افغان امنیتي مقامات وايي افغان ځواکونه لا هم په دغه ولسوالۍ کې دیره دي.
طالبانو د کندهار د معروف ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې، خو افغان امنیتي مقامات وايي افغان ځواکونه لا هم په دغه ولسوالۍ کې دیره دي.

په داسې حال کې چې د کندهار امنیتي چارواکي د معروف ولسوالۍ مرکز یوې بلې سیمې ته لیږدول تائیدوي، خو د وسله والو طالبانو له خوا د ولسوالۍ نیول په کلکه ردوي.

طالبانو د دغې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

په کندهار کې امنیتي مقامات وايي، چې د دغه ولایت د معروف د سرحدي ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو د دریو ورځو پرله پسې پریدونو وروسته نن د دوشنبې په سهار د دغې ولسوالۍ مرکز د ولسوالۍ په مربوطاتو کې دننه د سالیسون سیمې انتقال شوی دی.

د معروف ولسوالۍ یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د دغې ولسوالۍ پر مرکز طالب وسله والو خپله والکه را تنګه کړې وه، چې له امله یې د ولسوالۍ مرکز د سالیسون سیمې ته ولېږدول شو.

سرچینې زیاته کړه چې ۱۳ تنه پوليس هم د مهماتو د نشتون په وجه د خوګياڼو په امنیتي پوسته کې وسله والو طالبانو نیولي، چې د محمدزو پوسته کې یې د دغو نیول شوو پولیسو څلور تنه وژلي دي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په معروف ولسوالۍ کې سختې جګړو دوام تائیدوي خو د ولسوالۍ د سقوط خبره محضی اوازه ګڼي.

جنرال عبدالرازق امریکا غږاشنا رادیو ته وويل چې د معروف ولسوالۍ په جګړه کې څلور تنه پوليس وژل شوي او ولسوالۍ سقوط ندی کړی.

د کندهار امنیه قومندان وویل، چې هوايي قواوو په معروف ولسوالۍ کې تېره شپه بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼ طالب وسله وال مړه او ټپیان شوي دي.

معروف ولسوالۍ د کندهار ښار په جنوب ختیځ ۱۴۰ کیلو میترۍ کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د زابل له نا ارامه اټغر ولسوالۍ سره نږدې پرته ده.

دا ولسوالۍ د کندهار له نا امنیه ولسوالیو څخه ګڼل کیږي.

د دې ولسوالۍ د ځمکې لارهم له امنیتي ستونزو سره مخ ده او تر ډېره د هوا له لارې ورته اکمالات رسول کیږي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې په بشپړه توګه د معروف د ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې او ویلي دي، چې د دغې ډلې د وسله والو له خوا د ولسوالۍ د مرکز د نیولو وړاندې افغان ځواکونو د ولسوالۍ په مرکز کې دولتي تاسیساتو ته اور اچولی او ودانۍ یې ړنګې کړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG