د طالبانو د حکومت چارواکو د دوشنبې په ورځ، د سپتمبر پر اوومه، په کابل کې د د خاتمالنبیین مدرسه تخلیه کړې او د دغه دیني مرکز ودانۍ یې نیولې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو کې یو شمېر استادان او زدهکوونکي لیدل کېږي چې له خپلو بکسونو او بسترو سره د مدرسې ترڅنګ پر سړک ولاړ دي.
د خاتمالنبیین مدرسه چې د کابل په لویدیځ کې موقعیت لري، له دوو ورځو راهیسې د طالبانو له خوا محاصره شوې وه. د مدرسې مسوولانو، استادانو او زدهکوونکو د تخلیې پر وړاندې مقاومت کړی و.
طالبانو تر اوسه د مدرسې د تخلیې او د دې اقدام د دلیل په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
تر دې مخکې د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي وو چې د خاتمالنبیین مدرسه او په همدې ودانۍ کې فعال خصوصي تمدن ټلوېزیون باید د «حرکت اسلامي» ګوند سره د تړاو له امله وتړل شي.
د مدرسې مسوولان بیا وايي چې د دې ادارې بنسټګر، آیتالله محمد آصف محسني، د مدرسې له جوړولو مخکې د حرکت اسلامي له مشرۍ استعفا کړې وه.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې ټول سیاسي ګوندونه منحل اعلان کړل.
طالبانو تر دې مخکې هم د خاتمالنبیین مدرسه تړلې وه او ادعا یې کړې وه چې د مدرسې ودانۍ پر غصب شوې ځمکه جوړه شوې ده. د مدرسې مسوولان دا ادعا ردوي او وايي چې آیتالله محسني دغه ځمکه له مالک څخه یې اخیستې او د ملکیت شرعي قباله لري.
د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر سیاسي څېرو او ګوندونو د طالبانو دغه اقدام غندلی او دا یې د شیعه وګړو په ګډون د افغانانو پر وړاندې د «ځپنې» یوه بېلګه بللې ده.
فورم \ دبحث خونه