د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ارزګان ـ کندهار ترمنځ لار تړلې ـ موټر چلوونکي


د کندهار ارزګان ترمنځ لار
د کندهار ارزګان ترمنځ لار

د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله د ارزګان ـ کندهار لار نن جمعه د عامو ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د لارې د بندېدو له امله دغه راز د کندهار په شمالي برخه کې د ترینکوټ د ټرانسپورتي اتحادیو په تم ځای کې سل ګونه موټر د لارې خلاصون ته منتظر پاته دي.

د ارزګان پر لویه لار د ټرانسپورتي اتحادیو مسئولین وايي، چې د وسله والو طالبانو له لوري يې یو اخطاریه لیک تر لاسه کړی چې پکښې د لارې پر سر د ماینونو د ګواښونو او امنیتي پېښو له کبله د تګ راتګ پر مهال مسئولیت دوی ته راجع شوی دی.

د ارزګان د ترانسپورتي اتحاديې مسئول نور محمد نن جمعه «وږې پر۱۵مه» امریکا غږ ته وويل، چې د یادو ګواښونو له کبله د نن سهار راهیسې له کندهار څخه ارزګان ته او له ترینکوټ څخه کندهار ښار ته هیڅ وسایطو تګ راتګ نه دی کړی.

ده وويل:"موږ په ډیرو پېچلو ستونزو کې را ګیر یو، تر دوه سوه پوري وسایط په ترینکوټ او په همدې شمېر کې هم په کندهار کې د لارې خلاصون ته منتظر دي، د سهار راهیسې مو هیڅ تګ راتګ نه دی کړی، د ګیزاب، دهراود، چنارتو،خاص اروزګان، چورې او ترینکوټ وسایط چې هر ورځ خوراکي او اړین توکي سیمي ته وړي تر څلور سوه هم زیاتيږي موږ ته هم د ماینونو ګواښونه شته هم د جګړې او نیول کیدو موږ په جګړه کې د ښکېلو غاړو څخه زموږ د ستونزو د حل غوښتنه کوو."

بلي خوا ته د کندهار او ارزګان ولایتونو امنیتي مقامات هم پر یاده لار ستونزې مني، خو وايي، چې د حل لپاره به يې بېړني ګامونه واخلي.

د کندهار والي حیات الله حیات امریکا ته وويل، چې تېره ورځ په جنوب کې د قاطع ملاتړ ماموریت له قومندان سره په ګډه د کندهار ارزګان د لارې د امنیت او بیا رغونې لپاره سیمي ته تللی وو او هر څه يې له نږدې څخه څيړلي.

نوموړي وويل چې ژر به د یادې لارې د امنیت او هم د بیا رغونې په برخه کې په بیړني ډول کارونه پيل شي.

حیات امریکا غږ ته وویل:"موږ سیمې ته پرون سفر در لود زموږ لپاره د ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو پوري د غځېدلو لارو امنیت لومړیتوب دی، په دې برخه کې موږ د خاکریز لار امن کړې او د ارزګان کندهار د لارې د رغیدو او امنیت لپاره پلان جوړ شوی او ژر به عملي شي."

دغه راز د اروزګان امنیه قومندان سمونوال محمد خطاب خنجري اشنا راډیو ته وويل چې افغان امنیتي ځواکونو په ګډه د ارزګان – کندهار د لويې لارې د امنیت لپاره نوي تدابیر تر لاس لاندي نیولي.

د کندهار – ارزګان لویه لارې نا امنه برخه د کندهار د شاه ولیکوټ او د ارزګان د مرکز ترینکوټ ترمنځ پرته سیمه ده چې ټوله څلوېښت کیلو میتره ته رسیږي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغه لارې د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG