د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت د انسان د بدن د غړو د پیوند کولو کمېسون جوړ کړی


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د انسانانو د بدن د غړو د خرڅولو د مخنیوي لپاره یې یو کمیسیون جوړ کړی دی.

د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د سخت اقتصادي بحران له امله په ځینو ښارونو کې یو شمیر کسانو د خپلې کورنۍ د غړو د ژوندي پاتې کیدلو لپاره خپلې ګردې د پیسو په بدل کې پلورلي دي. ویل شوي چې اکثره دا ډول د قانون خلاف پیښې ایران سره په سرحد کې د هرات په ولایت کې رامینځته شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد نن چهارشنبې ۲۳ اګست (وږي ۲) کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې دا رپوټونه تائید کړل او ویې ویل چې د دغه غیر قانوني کار د مخنیوي لپاره یې یو کمیسیون جوړ کړی دی.

هغه وویل: "تر دې دمخه مونږ دا کمیسیون افغانستان کې نه درلود یعنی په دې معنی باندې چې د اعضاو او انساجو ددې مکمل یو داسې بازار دلته جوړ شوی و، چې انسانانو به د مجبورۍ او اقتصاد د کمزورۍ له امله یا د ځینو نورو وجوهاتو له امله په اګاهانه او نااګاهانه توګه عملیاتونه به کیدل او د وجود څخه به یې اعضاوې ایستل کیدلې او بل انسان ته به پیوند کیدلې."

د تیر کال د اګست د ۱۵ مې د سیاسي بدلون وروسته، افغانستان باندې د نړیوالې ټولنې د مرستو د بندیدلو او د امریکا د حکومت له خوا د افغانستان بانک د نږدې لس ملیاردو ډالرو د کنګل کیدو له امله دا هیواد د اقتصادي بحران سره مخ شوی دی، چې د ملګروملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې یې د لوږې کچه نوره هم زیاته کړې ده.

د ملګروملتونو د راپور له مخې سږکال افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه خلک د خوړو په برخه کې مصونیت نلري او په نړیوالو مرستو متکي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست دا مني چې دا مهال تر څلور میلیونو پورې افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي.

د عامې روغتیا وضعیت

تېر کال د اګست د پنځلسمې وروسته نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د عامې روغتیا سکتور سره خپلې مرستې بندې کړې چې له امله یې په دغه هیواد کې په سلګونو کلینیکونه وتړل شول. خو د تیر میلادي کال په وروستیو میاشتو کې د ملګرو ملتونو ځینو ادارو د افغانستان د عامې روغتیا په برخه کې خپلې مرستې بیرته پیل کړې چې ورسره ډیر تړلي کلینیکونه او روغتیايي مرکزونه بیرته پرانیستل شوي دي.

د ملګروکلتونو په مرستو کې روغتیايي مرکزونو دپاره د دارو درملو تر څنګ د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو معاشونه هم شامل دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، اوس مهال افغانستان کې څه باندې ۳۵۰۰ روغتیايي مرکزونه خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

هغه وویل، چې په دغو روغتیايي ادارو کې د ښځو په ګډ‌ون لږ تر لږه ۴۵۰۰۰ ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي کار کوي چې شاوخوا دولس زره یې په کابل کې دي.

تېر کال واک ته د طالبانو له رسیدلو وروسته د طالبانو حکومت د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو پرته چې ښځې لا هم په کې کار کوي، د حکومت په نورو ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

خو ډاکټر عباد وویل: "په وزارت صحت کې یقینآ له مونږ سره د ۴۰ څخه تر ۵۰ فیصدو پورې ښځینه کارکوونکي کار کوي. الحمدالله ټولې په ډیره یوه ازاده فضا کې په اسلامي فضا کې دوی هلته کارونه کوي ... میټینګونه او دا ټول شیان دوی اټینډ کوي ډیرې بهترینې مشورې راکوي او دوی په خپلو کارونو کې خوشاله دي".

هغه زیاته کړه چې په تیر یو کال کې یې د ډاکترانو د تخصص په برخه کې د پاکستان د څو ادارو سره قراردادونه لاسلیک کړي چې له مخې به یې یو شمیر افغان ډاکتران په پاکستان او نورو بهرنیو هیوادونو کې په ځانګړو طبي څانګو کې تخصص ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG