د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ملا عمر په یاد د غونډو د جوړیدو بندیدل غندلي


د ملا عمر د مړینې وروسته، رسنې په پرله پسې توګه د طالبانو په منځ کې د نوي مشر د ټاکلو په سر د اختلافاتو د راپورته کیدو خبر ورکوي
د ملا عمر د مړینې وروسته، رسنې په پرله پسې توګه د طالبانو په منځ کې د نوي مشر د ټاکلو په سر د اختلافاتو د راپورته کیدو خبر ورکوي

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې د افغان حکومت دا پریکړه د دغه حکومت د وارخطایي په معنی ګڼلې او له خلکو یې غوښتي دي چې د افغان حکومت ګواښنو ته دې پاملرنه نه کوي او د ملاعمر د فاتحې او خواخوږۍ په مراسمو کې دې برخه واخلي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د دوشنبې په ورځ خلکو ته خبرداری ورکړ چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند د مړینې په مناسبت د ویر او خواخوږۍ په غونډو کې دې له ګډون ډډه وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي رسنیو ته په یو استولي ویډیوي وینا کې د دغسې غونډو جوړیدل مشروع نظامي اهداف ګڼلي او ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه به په دغسې اهدافو بریدونه وکړي.

ښاغلي صدیقي ویلي "د ملاعمر او د هغه د ملګرو د یادونې او خواخوږۍ هرراز غونډه مشروع پوځي هدف دی، د دې ډول غونډو د مخنیوي لپاره به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چټک، پریکنده او هراړخیز اقدام وکړي، ګران هیوادوال دې په دغسې غونډو کې ګډون نه کوي".

د ملي امنیت د ریاست ویاند د ملاعمر اخوند ته د ویر او خواخو/ۍ د غونډو جوړول د افغانانو په حق کې ظلم ګڼي او وایي چې ملا محمد عمر د افغانستان د وروسته پاتې والي؛ بدمرغیو او د بې ګناه افغانانو د وژلومسوول دی.

د طالبانو له خوا د ملا عمر اخوند د مړینې د تائید وروسته دغې ډلې د دریو ورځو لپاره په افغانستان کې د خپل مشر د فاتحې او خواخوږۍ د غونډو د جوړولو اعلان وکړ.

د طالبانو ددغه اعلان وروسته د افغانستان په ځینو سیمو کې د ملا عمر په یاد یو لړ غونډې جوړې شوې وې راپورونو له مخې ډېرې جوړې شوې وې.

تیره ورځ د غزني ولایت چارواکو امریکا غږ ته وویل چې په دغه ولایت کې په دغسې یوه غونډه باندې افغان امنیتي ځواکونو برید وکړ چې په نتیجه کې یې غونډه ګډه وډه شوه.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي امریکا غږ ته وویل چې د دوشنبې په ورځ طالبانو ددغه ولای د قره باغ د ولسوالۍ په یو جامع جومات کې د ملا عمر د مړینې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په زور خلک وړل چې افغان امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله اود دواړو خواو ترمنځ په نښته کې د طالبانو پنځه سرګروپان ووژل شول.

د سیمې یو شمیر اوسیدونکو امریکا غږ ته ویلي چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې ددغو مراسمو لپاره طالبانو د سیمې له اوسیدونکو غوښتي وو چې پنځلس پسون او درې زره ډوډۍ دغې ډلې ته برابرې کړي.

خو طالبانو تر اوسه د دغې جګړې په باب څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG